د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سیند ايالت له زندان څخه د سلګونو نورو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د حکومت استازي یې چارې مخې ته وړي، د سيند ايالت له يوه زندان څخه د ٣٠٣ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.

ياد سفارت ويلي په دغو کسانو کې ٦٣ ښځې او ٧١ ماشومان شامل دي او پرون دوشنبه جنورۍ نهمه (مرغومي ١٩) ددغه ايالت د حيدر اباد له زندان څخه ازاد شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کيږي په دې اړه ويلي : "د سیند ایالت د یو بل ښارګوټي حیدرآباد له زندان څخه (۳۰۳) تنه افغانان ٠٠٠ آزاد ‏او خپل وطن ته په شپږو بسونو کې ولیږدول شول."

دا په داسي حال کې ده چې طالب چارواکو روانه اونۍ هم د کراچۍ له زندان څخه هم د ۵۲۴ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړى و. یاد سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کیږي د جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) ويلي وو چې په دغو بندیانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

د طالبانو حکومت تیره اونۍ ویلي و هغه شمېر افغان بندیان چې د کراچۍ له زندان څخه خوشي کیږي، د دوی د حکومت په مالي لګښت به هیواد ته انتقال شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري په پاکستان کې بندیان دي او د هغوی د خلاصولو په اړه یې هڅې روانې دي.

دغه سفارت د ډسمبر پر ۱۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په پاکستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ بندي افغان کډوالو له ډلې، په تیرو درې میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ تنه یې خوشي شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د زندانونو یوې مسؤلې ویلي وو چې ډېر ژر به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان بندیانو استولو لړۍ پيل شي.

په کراچۍ کې د ښځو د زندان یوې مسؤلې شیبا شاه د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر ۱۲۹ ښځې او ۱۷۸ ماشومان یاد کړل او ویې ویل چې ټاکل شوې ۵۹ بندیانې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې خپل هیواد ته ولاړې شي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو پع مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG