د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپین کې د طوفان په وجه د مړو شمیر ۱۰۸تنو ته ورسید


د فلیپین مقامات وایي چې پدې هیواد کې د طوفان په وجه د مړینو شمیر له ۱۰۰ تنو څخه اوښتی او ددې طبیعي غمیزې د مصیبت ځپلو لپاره د څښاک اوبو او خواړو په ګډون د مرستې رسولو چارې روانې دي.

د فلیپین د جنوبي او مرکزي ټاپوګانو څه دپاسه ۳۰۰زره کسان د "رای" طوفان په وجه د کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.

دغه طوفان د مخابراتي اړیکو او بریښنا د قطع کیدو سبب شوی او د روغتونونو د ودانیو په ګډون زیربناو ته سخت تاوان اړولی او د بریښنا ستنې یې نسکورې کړې دي.

د بوهل والي ارتور یاپ، ویلي دي چې ددې ولایت په ټاپوګانو کې ۷۲ کسان مړه شوي دي. ددې سربیره د دیانګات ولایت مقاماتو هم د لسو تنو د مړینې خبر ورکړی او څو نورو ټاپوګانو هم ددې طوفان په وجه د مرګ ژوبلو رپوټونه ورکړي دي.

د فلیپین د حکومت رسمي شمیرې ښيي چې ددې طبیغي افت د مړو شمیر ۱۰۸ تنو ته رسیدلی دی، خو د مقاماتو په وینا ښایي د مرګ ژوبلې شمیرې نورې هم لوړې شي.

د رای طوفان د پنجشنبې په ورځ پداسې حال کې چې د ۱۹۵ کیلومترو په سرعت سخت بادونه ورسره مل وو د فلیپین د سایرګاو دیناګاټ او میندانا سیمې لاندې کړې او سخت تاوانونه یې واړول.

ددې طوفان وروسته د پوځ، پولیسو، ساحلي کارکوونکو او د اطفایي د عملې په ګډون څه دپاسه ۱۸ زره کسان د هغو خلکو د موندلو هڅه کوي چې ښایي لا ژوندي وي.

د سمندري ځواکونو کښتۍ او ساحلي ساتونکي د هغو کسانو لپاره چې ددې طوفان په وجه بې کوره شوي خواړه او د څښاک اوبه برابروي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رئیس البرتو بوکانیګرا، او د فلیپین د سرې میاشتې مشر د طوفان پراخو ویجاړیو ته په اشارې ویلي چې: "خلک اوږده او مشکله لار په مخ کې لري تر څو [ویجاړۍ] ورغوي او خپل ژوند بیرته عادي کړي."

پوهان خبرداری ورکوي چې د ځمکې د چاپیریال د تودوخې په لوړیدو او د اقلیمي بدلونو په نتیجه کې چې د بشر په لاس رامنځته شوي طوفانونه هم سخت او ویجاړونکي کیږي.

فلیپین د اقلیمي بدلون د اثراتو له کبله د نړۍ د هغو هیوادونو په جمله کې دی چې د تاواني کیدو امکان یې زیات دی او هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۲۰ طوفانونه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG