د لاس رسي وړ اتصالات

هغه کس ونیول شو چې اشپز خانې کې یې تر ۱۰ زیات مړي ښخ کړي وو


تصویر د دې پېښې نه دی.
تصویر د دې پېښې نه دی.

په رواندا کې پولیس او رسنۍ وايي هغه کس نیول شوی دی چې د کور په اشپزخانې کې یې د څه باندې لسو کسانو مړي ښخ کړي وو.

پولیس وایي چې نیول شوی کس ۳۴ کلن دی او شک کېږي‌ چې دا ټول خلک ده په خپله وژلي وي. وايي نوموړي به له مۍ خانو څخه خلک خپل کور ته بیول.

د رواندا د تحقیقاتي بیرو یو مقام، د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته ویلي دي چې تر دې دمه په دغه کور څخه ۱۴ مړي موندل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند تیري مورانګیرا دقیق اراقام نه دي ښودلي او ویلي دي چې له تحقیقاتو وروسته به نهايي شمېره اعلان شي.

سیمه ایزو رسنیو د مورانګیري له خولې لیکلي دي دغه مشکوک کس د جولاۍ په میاشت د غلا او جنسي تېري په تور نیول شوی و، خو بیا په ضمانت بېرته پرېښودل شو، ځکه چې په ده باندې د لګول شوي تور د اثبات لپاره شواهد نه وو. وايي تحقیقات روان وو او د سه شنبې په ورځ یې په کور کې دا مړي وموندل شول.

د تحقیقاتو بیرو ویلي دي چې نیول شوي کس‌ اعتراف کړی چې خلک یې وژلي دي او وژل یې د یو لړ مشهورو وژونکو سریالانو په لیدو زده کړي وو، وايي هغه «په ځینو مړو تیزاب پاشلي او اوبه کړي» یې دي.

د چارواکو په وینا ده به لومړی خلک پېژندل چې نژدې خپل خپلوان ونلري او بیا به یې خپل کور ته بیول. په وژل شویو کسانو کې ښځې او نارینه دواړه شامل دي.

مورانګیري‌ زیاته کړه: «هغه به قربانیان، چې اکثریت یې جنسي کاروباریان وو، خپل کور ته انتقالول، د هغوی تیلیفونونه او نور وسائیل به یې ترې ولوټل، بیا به یې ووژل او بیا به یې د خپل کرایي کور په اشپز خانې کې په یو اېستل شوې کندې کې ښخول. »

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG