د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: ایران به راتلونکې اوونۍ د شانګهای د همکاریو له سازمان سره یوځای شي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ، د جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) وویل چې ایران به راتلونکې اوونۍ په رسمي ډول د شانګهای د همکاریو سازمان غړی شي. د چین او روسیې سربیره د منځني اسیا یو شمېر هېوادونه په دغه سازمان کې غړيتوب لري.

په مسکو کې دغه جګپوړي روسي ډپلوماټ وويل چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشران به د جولای په څلورمه نېټه په يوه غونډه کې په دغه سازمان کې د ايران غړيتوب په بشپړه توګه تائيد کړي.

په وروستیو میاشتو کې ایران له دوستو او سیالو هېوادونو سره یو شان خپله ډپلوماسي ګړندۍ کړې او هڅه کوي چې د دغه هېواد د انزوا په کمولو سره خپل اقتصاد ښه کړي او خپلې پروژې پیاوړې کړي.

د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیتوب سربیره، ایران هیله لري چې ژر تر ژره د نورو سازمانونو لکه "بریکس" چې لویدیځ هیوادونه په کې شامل نه دي، غړی شي. برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا د بریکس غړي هېوادونه دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې مرکز یې په چین کې دی، یو ډپلوماټیک سازمان دی چې اوسمهال د هند او پاکستان په ګډون اته غړي لري.

بیلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، هم د دغه سازمان د غړیتوب غوښتنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل چې د راتلونکې اونۍ په مجازی غونډه کې په دغه سازمان کې د بیلاروس د غړیتوب د منلو بهیر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG