د افغانستان دملی امنیت ادارې د می د ٣١ مې نېټې په خونړي برید کې چې تقریبا یو نیم سل افغانان پکې ووژل شول، د حقاني شبکه مسووله بللې وه.
وروسته بیا که څه هم د حقانې شبکې مشر د کابل او هرات په وروستیو بریدونو کې د خپلې ډلې دخالت رد کړ،خو د نظامی چارو کارپوهان په ټینگه په دې باور دي چی د حقاني شبکې نفوذ په کابل کې زیات دی ا و تردې برید ېې پخواهم ډېرې قوي چاودنی کړې دي.
د افغانستان امنیتي ادارې وایې چې طالبانو له ټولو ډلو غوښتي چې د ترهګرۍ د حملو مسؤلیت و نه مني. په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر دا بریدونه د هغو کسانو کار بولي چې په وینا یې تیارو ته په رڼا ترجیح ورکوي. پدې اړه نور جزئیات د رحیم ګل څاروان په رپوټ کې لیدلی او اوریدلی شئ.