د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا حکومت ۶۰۰۰ کارکوونکي برطرفه کوي


د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه د شويو عامو انتخاباتو په نتيجه کې په خيبر پښتونخوا کې په درېيم ځل د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت جوړ شوی دی.
د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه د شويو عامو انتخاباتو په نتيجه کې په خيبر پښتونخوا کې په درېيم ځل د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت جوړ شوی دی.

په پاکستان کې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت اعلان کړی دی چې هغه زرګونه کارمندان به له دندو لیرې کوي چې د پخواني لنډمهاليحکومت په دوره کې په "غير قانوني" توګه ګمارل شوي وو.

د قانون ايالتي وزیر افتاب عالم اپرېدي د سپټمبر پر ۲۶ (تله ۵) په یو بیان کې ویلي چې د شاوخوا ۶۰۰۰ کارمندانو د برطرفه کولو لپاره د قانون د ترتیبولو باندې کار روان دی.

نوموړي زياته کړې: " لنډمهاليحکومت د غير قانوني اقداماتو په کولو سره غیر قانوني کار کړی دی. د اساسي قانون او د انتخاباتي کميسيون له قانون سره سم لنډمهالی حکومت د نويو ګمارنو واک نه لري."

د ايالتي حکومت لخوا له بېلا بېلو څانګو د راټولو شويو معلوماتو پر اساس د لنډمهالي حکومت د دورې پر مهال زياتره مقررۍ د روغتیا، پوهنې، معلوماتي ټکنالوژۍ او اوبخور په ادارو کې شوې دي.

افتاب عالم ویلي دي چې د لنډمهالي حکومت د دورې پر مهال شوي هغه زرګونه ګمارنې غیر ضروري او غیر قانوني دي.

هغه زياته کړې ده چې پر دې موضوع پخوا هم په ايالتي شورا او کابينه کې خبرې شوې دي. د نوموړي په وينا، یوځل چې د له ټولو اداروڅخه توضیحات ترلاسه شي، نو د کارکوونکو د برطرفۍ امر به د تصويب لپاره د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور ته ولېږل شي.

په خيبر پښتونخوا کې دا وخت د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت دی. د ۲۰۲۳کال په جنورۍ مياشت کې چې کله د ګوند د مشر عمران خان پر لارښوونه د خيبر پښتونخوا حکومت ايالتي پارلمان ړنګ کړاو خپل حکومت يې نسکورکړ، نو شاوخوا ۱۳ مياشتې لنډ مهاله حکومت واکمن وو.

د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه د شويو عامو انتخاباتو په نتيجه کې په خيبر پښتونخوا کې په درېيم ځل د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت جوړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG