د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: طالبان نشي کولای د نیمايي نفوس پر زده کړو او کاري فرصتونو سترګې پټې کړي


په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت لخوا د محدودیتونو په دوام، د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي یو ځل بیا په دغه هیواد کې د نجونو پر زده کړو باندې ټینګار کړی دی.

رینا امیري د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم درېیمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "۴۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي دي."

دا په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د څه دپاسه ۱۴ میاشتو په تېرېدو سره په دغه هیواد کې تر امر ثاني د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي دي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو پر ایستلو هم انتقاد کړی او زیاته کړې ده چې دغه کار د هغوی تعلیمي راتلوونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوی [طالبان] مخ په زیاتېدونکې توګه د لوړو زده کړو په وړاندې خنډونه جوړوي او په خبره یې په "ځانګړي ډول ښځې او هزاره نجونې هدف ګرځوي." اغلي امیري د نجونو پر زده کړو په ټینګار سره ویلي چې طالبان نشي کولای د افغانستان د نیمايي وګړو پر زده کړو او کاري فرصتونو باندې سترګې پټي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه یو شمېر معترضو مېرمنو د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په غبرګون کې لاریون وکړ او د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو له وزارت څخه یې غوښتل چې له لیلې څخه د ایستلو شوو نجونو پر پریکړې له سره غور وکړي.

دوی ویل چې دغه نجونې په کابل کې پر (کاج) تعلیمي مرکز د چاودنې په غبرګون کې یوې مظاهرې کې د ګډون له امله له لیلې څخه ایستل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د یادې مسئلې په اړه امریکا غږ ته هغه مهال وویل چې د کابل د پوهنتون د مقرراتو څخه د سرغړونې له امله یو شمېر محصلین له د ځانګړي کمېټې د پرېکړي په پایله کې د پوهنتون له لیلیې څخه ایستل شوي دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړې د افغانستان د بېوزلۍ څخه د وتلو او هیلو را ژوندي کولو کلیدي مسئله ده.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG