د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ وایي د رفح سیمې څخه د ملکیانو ایستلو لپاره یې پلان جوړ کړی


د رفح په ښار کې چې د غزې په جنوب کې پروت دی څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پکې پنا اخیستې.
د رفح په ښار کې چې د غزې په جنوب کې پروت دی څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پکې پنا اخیستې.

د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دفتر دوشنبه فبروري ۲۶ (کب اوومه) ویلي چې پوځ د جګړې کابینې ته د غزې په جنوب کې د رفح سیمې څخه د زرګونو ملکیانو د ایستلو پلان ورکړی.

پوځ دا پلان په رفح کې د نظامي عملیاتو پیل کیدو څخه ورکړی خو دا نده څرګنده شوې چې دا فلسطینیان به چیرته واستول شي.

متحده ایالات چې پدې تیرو څو پنځو میاشتو کې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې او د اسرائیل ټینګ ملاتړی دی، خبرداری ورکړی چې په رفح کې په خوندي توګه د ملکیانو ایستلو پرته دې نظامي عملیات نکوي خو نیتن یاهو بیا ټینګار کړی چې دا عملیات کوي او دا یې هم ویلي چې پدې سیمې کې د حماس پر ضد برید به اسرائیل ته توان ورکړي دا جګړه په څو اوونیو کې وګټي.

د نیتن یاهو دفتر په اعلامیې کې پدې باره کې هیڅ جزیات ندي ورکړل شوي چې په رفح کې زرګونه فلسطینیان چې د جګړو څخه هلته پنا اخیستې، کوم لوري ته واستوي ځکه دا سیمه د مصر سره په ګډې پولې پرته ده او مصري چارواکو ویلي چې خپل سرحدونه به نه پرانیزي.

د اسرائیل – حماس په جګړې کې د غزې تړانګه تقریباً په بشپړه توګه د ځمکې سره برابره شوې او ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې په رفح کې ملیکان په غزې کې د تګ لپاره هیڅ خوندي ځای نلري.

ملګرو ملتونو په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو او د دې سیمې څخه د ملیکانو ایستلو په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ وویل چې په غزې کې بشري مرستندویه مواد په "بشپړه توګه نا کافي" دي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیات به د هغوي هلې ځلې ډیرې زیانمنې کړي.

ښاغلي ګوتریش ویلي، " پدې ښار (رفح) باندې د اسرائیل تعرضي عملیات به نه یوازې د هغو څه باندې یو ملیون فلسطینیانو لپاره ډاروونکی وي چې هلته یې پنا اخیستې بلکې دا به زمونږ د مرستو پروګرامونو په تابوت وروستی میخ ټک ووهي".

اسرائیل داسې مهال په رفح کې د عملیاتو خبر ورکوي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هیله څرګنده کړې چې راتلونکې اوونۍ به په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند وشي.

ښاغلي بایډن په نیویارک کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ملي امنیت شورا سلاکار ورته ویلي ، "مونږ نږدې یو خو لا نتیجې ته نه یو رسیدلي".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وړاندې وویل، "زما هیله ده چې تر راتلونکې دوشنبې به اوربند ولرو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG