د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: په لويديځه غاړه کې پر اسرائيلي وګړو د بريدونو پلان جوړوونکي ووژل شول


د لویدیځې غاړې په مرکزي برخې په طولکرم ښار کې د اسرائیل په یو بل هوایي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول.
د لویدیځې غاړې په مرکزي برخې په طولکرم ښار کې د اسرائیل په یو بل هوایي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول.

روغتیايي مسؤولین وايي چې د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۷ (مرغومی ۲۷مه) د اردن د سیند لویدیځې غاړې پر دوو سیمو باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې نهه تنه فلسطینیان وژل شوي‌ دي.

د اسرائیل پوځ په دغو بریدونو کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي هغه شکمن وسله وال بللي، چې د پوځ په وینا، په لویديځه غړه کې یې د برید پلان درلود.

د حماس ډلې لخوا پر اسرائیل د اکتوبر د اوومې نیټې د برید وروسته چې د اسرائیل په وینا د حماس ډلې جنګیالو نږدې ۱۱۴۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل، په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالي زیات شوی. د حماس ډلې یو شمیر یرغمل د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کړي خو ۱۲۹ تنه یې لا هم ددې ډلې په بند کې دي.

د اسرائیل پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د لوېدیځې غاړې شمال د نابلس ښار ته څېرمه د بلاطه په سیمه کې پر یو موټر د هوايي برید په پایله کې د اورپکو د یوې سیمه ییزې ډلې پنځه غړي چې پر اسرائیل یې د یو لوی برید پلان درلود، ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو په منځ کې د اورپکو د سیمه ییزې ډلې وژل شوی مشر د عبدالله ابو شال نوم یاد شوی دی. په ورته وخت کې د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس پورې اړوند د فتح غورځنګ ویلي، چې د ابو شال په ګډون د دوی پنځه غړي په هغه موټر کې سپاره وو، چې د اسرائیل په هوايي برید کې په نښه شوی دی.

روغتيايي مسؤلینو وویل، له یاد برید څخه څو ساعته وروسته، د لویدیځې غاړې په مرکزي برخې په طولکرم ښار کې د یو بل هوایي برید په ترڅ کې څلور فلسطینیان ووژل شول. د اسرائیل پوځ ویاند د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په تولکرم کې عملیات روان دي، خو په سمدستي توګه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالي په اسرائیل د اکټوبر د اوومې نیټې له برید څخه دمخه هم زیات و، خو د اسرائیل او حماس‌ ترمنځ د جګړې وروسته دغه تاوتریخوالی لاپسې زور اخیستې دی.

په ورته وخت کې د فلسطین د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې اسرائیلي ځواکونو لږ تر لږه ۳۶۰ فلسطینیان د اردن لویدیځه غاړه کې وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG