د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پولیس: یو فلسطیني ۱۳ کسان په موټر وهلي


د اسرائیل پولیس
د اسرائیل پولیس

د اسرائیل پولیسو د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۵) وویل چې یو فلسطیني د رانانا په ښار کې په خپل موټر سره ۱۳ تنه وهلي او ژوبل کړي‌ دي.

پولیس وايي چې دغه کس دا موټر غلا کړی و او د یو زخمي کس صحت ښه نه دی.

اسرائیلي مقامات وايي چې دا کس د لویدیځې غاړې د الخلیل ښارګوټي اوسېدونکی دی او نیول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم اداره (اوچا) وايي چې د اسرائیل حماس د جګړې له پیل راهېسې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی، راپورونه وايي چې اسرائیلي ځواکونو هلته عملیات کړي او په فلسطینیانو باندې د مېشتو یهودانو بریدونه زیات شوي او دې کار د ملګرو ملتونو اندېښنه پارولې ده.

اوچا تېرکال راپور ورکړ چې د یهود مېشتو ښارګوټو اوسېدونکو په الخلیل کې ۱۵ کلي ویران کړي، فلسطیني کروندګر له خپلو کروندو څخه اېستل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

د دغه تاوتریخوالي په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د نومبر په میاشت کې وویل چې په لویدیځه غاړه کې د مېشتو یهودانو له لوري په فلسطینیانو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

اسرائیل د ۱۹۶۸ کال په جګړې کې لویدیځه غاړه ونیوله. په دغې یم کې دا مهال ۴۹۰زره اسرائیلیان اوسېږي چې د ملګرو ملتونو د قانون په اساس غیر قانوني دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG