د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونو کسانو په واشنګټن او لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه کړي


زرګونو کسانو شنبه جنوري ۱۳ ( مرغومي ۲۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي او د انګلنډ په پایتخت لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه کړي.

دا لاریونونه چې د "عمل نړیواله ورځ" نومول شوي، د دې لپاره شوي چې په غزې کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه وکړي او د اسرائیل سره د بریتانیا او متحده ایالاتو ملاتړ سره مخالفت وښیي.

په واشنګټن ډي سي کې مظاهره چیانو چې ډیری یې ځوانان وو د "همدا اوس اوربند" شعارونه یې ورکول. دوی همدارنګه د ځان سره لوحې لیږدولې چې پرې لیکل شوي وو، "فلسطین آزاد کړئ" او "په غزې کې جګړه پای ته ورسوئ".

دا مظاهره داسې مهال شوې چې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې ۹۹ ورځې پوره شوې.
د واشنګټن په مظاهرو کې په خټه فلسطیني امریکایانو چې ځیني یې د نورو ایالتونو څخه پایتخت ته راغلي وو، په غزې کې د خپلو خپلوانو او ملګرو وژل کیدو او ټپي کیدو احساساتي قصې یې کولې.

دوي همدارنګه د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن څخه وغوښتل چې د اسرائیل نظامي او مالي ملاتړ بند کړي.

یو تن چې د شنبې په ورځ مظاهرې کې یې وینا کوله وویل چې، " جمهور رئیس بایډن په آسانۍ سره په صدراعظم بنیامین نتنیاهو فشار راوړو له لارې، دا لیونتوب پای ته رسولی شي".

په عین حال کې بیا د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه پیل شوې، په لندن کې د اووم ځل لپاره د فلسطینیانو سره ملاتړ ښودلو لپاره مظاهره وشوه.

په لندن کې چارواکي وایي چې د دې مظاهرو پر وخت د امنیت ساتلو لپاره شاوخوا ۱۷۰۰ پولیس افسران ګمارل شوي وو.

د ملیحې احمد په نامه یوه میرمن چې د روغتیا په برخې کې کار کوي او د شنبې په ورځ یې د لندن په مظاهرې کې برخه اخیستې وه، د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " غواړو د فلسطین خلکو ته وښیو چې مونږ د هغوي سره یو او د خپل حکومت پر ضد هم وغږیږو."

د دیپش کوثر په نامه یو بل مظاهره کوونکی بیا په نړیوالې ټولنې په دې خاطر په غصه و چې په غزې کې جګړې پای ته رسولو لپاره یې اقدام نه دی کړي.

هغه وویل، " له همدې کبله راوتلي یو چې د فلسطین ولس سره خپل ملاتړ وښیو او د نړۍ حکومتونو سره خپله ناخوښي څرګنده کړو."

د شنبې ورځې دا مظاهرې په دې خاطر هم مهمې وې چې د متحده ایالاتو او بریتانیا پوځ د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو ځیني مرکزونه په دې خاطر وویشتل چې په سرې بحیرې کې یې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړي.

د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې شاوخوا ۱۲۰۰کسان وژل شوي و خو په غزې د اسرائیل ځوابي بریدونو کې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی تر دې دمه ۲۳۸۴۳ کسان وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG