د اسلامي دولت یا داعش ډلې سه شنبه اکتوبر ۱۷ (تلې۲۶) ادعا وکړه چې غړو یې تیره ورځ د بلجیم پایتخت بروکسل کې د سویډن دوه اتباع په ډزو ویشتلي او وژلي دي.
د داعش خبري څانګې اعماق کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د سویډن دا اتباع یې ځکه وژلي چې دا هیواد د جهادي ډلو پر ضد نړیوال ائتلاف کې برخه لري.
په اعلامیې کې راغلي، " د اسلامي دولت یو جنګیالي د دوشنبې په ورځ د سویډن په دوو اتباعو دا برید کړی. دا برید د ائتلافي هیوادونو اتباعو په ضد د عملیاتو له مخې شوی چې د اسلامي دولت یې غوښتنه کړې."
په بلجیم کې د دوشنبې په ورځ یو تن چې د تونس اوسیدونکی و او په غیر قانونې توګه پدې هیواد کې اوسیده د سویډن دوه اتباع یې د فوټبال یو لوبغالي څخه تقریباً درې میله لري چې د بلجیم او سویډن د فوټبال لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه، په ډزو وویشتل او وې وژل.
د مطبوعاتو په راپورونو کې ویل شوي چې برید کوونکي ۴۵ کلن دی او عبدالسلام السود نومیده چې په غیر قانوني توګه پدې هیواد کې اوسیده. د سویډن چارواکو ویلي چې دا برید کوونکي د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ پورې بندي شوي هم و.
د دې دوو کسانو تر وژلو وروسته برید کوونکي هم په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د داعش ډلې لخوا یې الهام اخیستی و.
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوي دواړه یې نارینه و چې د یو عمر یې د اویا او د بلې د شپیتو په شاوخوا کې و. په برید کې د سویډن یو تبع ټپي شوي هم دی چې په روغتون کې بستر دی.
سویډن د هغو لسګونو هیوادونو نړیوال ائتلاف برخه ده چې په ۲۰۱۴ کال وروسته چې د اسلامي دولت یا داعش ډله په سوریې او عراق کې پیدا شوه، دې ائتلاف یې پر ضد مبارزه پیل کړله.
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د دوو سویډنیانو وژل کیدل"ترهګریز برید" وباله او وې ویل چې هېواد یې له بې ساري امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.
د اګست په میاشت کې، د سویډن د استخباراتو ادارې (ساپو) په دغه هېواد کې امنیتي ګواښ د پنځو درجو په کچه، څلورمې درجې ته وروسته له هغه لوړ کړ چې په سویډن کې د قران سوځولو د لاریونونو په نتیجه کې دغه هېواد د ممکنه بریدونو هدف وبلل شو.
د سویډن صدراعظم ژمنه وکړه چې د خپل هېواد "د ازادې او دیموکراتیکې ټولنې ساتنه به وکړي." هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي چې موږ و ډار کړي او چوپتيا غوره کړو... خو داسې به و نه شي."
فورم \ دبحث خونه