د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یو لوړپوړي چارواکي په وژلو تورن کس اعدام کړ


ایران دا کال تراوسه له ۶۰۰ څخه ډیر کسان اعدام کړي دي - د ایران د بشري حقونو د څارنې سازمان
ایران دا کال تراوسه له ۶۰۰ څخه ډیر کسان اعدام کړي دي - د ایران د بشري حقونو د څارنې سازمان

د ایران قضائیه قوې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) وویل، یو ایرانی وګړی یې د یو لوړ پوړي چارواکي د وژلو په تور اعدام کړ.

د ایران د "مجلس خبرګان" غړی ایت الله عباس علي سلیماني، د اپریل په ۲۶مه د شمالي ولایت مازندران په بابولسر ښار کې په یو بانک کې ووژل شو. مجلس خبرګان د ایران د ستر مشر د ټاکلو او د هغه پر کار د نظارت کولو دنده لري.

د تورن قاتل نوم نه دی ښودل شوی خو په اړه یې ویل شوي چې ددغه بانک امنیتي ساتونکی و. د سیمه ایزو رسنیو لخوا خپرې شوې د امنیتي کامرو ویډیوګانې ښيي چې پر سلیماني باندې په داسې حال کې د شا لخوا ډزې کیږي چې هغه په بانک کې پر یوې څوکۍ ناست دی.

د عدلیې د میزان انلاین وبسایټ له مخې، یو ځایي چارواکي وویل: "د شهید ایت الله عباس علي سلیماني د قاتل لپاره د قصاص سزا نن د هیواد د سترې محکمې لخوا تائید شوه."

د اسلامي قانون له مخې، د قصاص سزا هغه وخت لغوه کیدی شي چې د قربانیانو کورنۍ موافقه وکړي چې مجرم وبخښي.

پنځه اویا کلن سلیماني تر دې مخکې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي استازی و او د کاشان او زاهدان په ښارونو کې یې د جمعې د لمانځه امامت کاوه.

د مجلس خبرګان ۸۸ کسیزه جرګه د ایران د ستر مشر د ټاکلو او پر هغه باندې د نظارت دنده لري. د دې جرګې مشري دا وخت د سخت محافظه کار ۹۶ کلن احمد جنتي کوي.

د دې جرګې غړي د اتو کلونو لپاره ټاکل کیږي، او کاندیدان له نږدې څارل کیږي.

د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د ایران په مشهد ښار کې دوه دیني عالمان د چاقو په برید کې ووژل شول. د عبداللطیف مرادي په نوم ۲۱ کلن کس دوه میاشتې وروسته ددغه برید د کولو په تور په دار وځړول شو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران له چین پرته تر بل هر هېواد ډېر خلک اعداموي.

په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو ډلې د معلوماتو په اساس، ایران دا کال تراوسه له ۶۰۰ څخه ډیر کسان اعدام کړي دي، چې په وروستیو اتو کلونو کې ترټولو لوړ شمیر دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG