د لاس رسي وړ اتصالات

ایران څلور کسان اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل


ایران له چین پرته د نړۍ تر نورو ټولو هېوادونو زیات خلک اعداموي - بشري حقونو ادارې
ایران له چین پرته د نړۍ تر نورو ټولو هېوادونو زیات خلک اعداموي - بشري حقونو ادارې

د ایران قضائیه قوې د جمعې په ورځ دسمبر ۲۹(مرغومي ۸) وویل چې اسرئیل ته د جاسوسۍ په تور یې څلور کسان په دار ځړولي دي.

څه کم دوه اونۍ وړاندې هم په ایران کې یو کس په همدې تور اعدام شوی و.

د عدلیې وزارت میزان ویب پاڼې راپور ورکړی، چې "د صهیونیسټ رژيم [اسرائیل] اړوند د تخریبي ډلې څلور غړي د جمعې په سهار د ایران په شمال لویدیځ، لویدیځ آذربایجان ولایت کې اعدام شول.

اعدام شوي کسان درې نارینه او یوه ښځه ښودل شوي چې د "صهیونیست رژیم سره د همکارۍ له لارې... د محاربې یا د خدای په وړاندې د جګړې، او په ځمکه کې د فساد په خپرولو" محکوم شوي دي.

میزان وویل، دغې ډلې "د موساد تر لارښوونې لاندې د هیواد د امنیت پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي دي."

ایران اسرائیل په رسمیت نه پیژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسي په خپلو کې دښمني پالي.

د دسمبر په ۱۶مه هم یو سړی د اسرائیل د استخباراتي ادارې موساد لپاره د کار کولو په تور په سیستان بلوچستان ایالت کې اعدام شو.

قضائیه قوې هغه وخت د دغه سړي هویت نه و ښودلی خو ویلي یې دي چې هغه د "صهیونیست رژیم د ګټو لپاره د استخباراتي همکارۍ او جاسوسۍ" په تور محکوم شوی دی.

ایران د ۲۰۲۲ په دسمبر کې هم د اسرائیل له استخباراتو سره د همکارۍ په تور څلور نور کسان اعدام کړي وو.

تهران پر اسرائیل تور پورې کوي چې د تهران اتومي پروګرام یې هدف ګرځولی او پر ضد یې د تخریبي بریدونو او وژنو څپې تر سره کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو د معلوماتو پر اساس، ایران هر کال د چین پرته د بل هر هیواد په پرتله ډیر خلک اعداموي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG