د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او ایران پوځي مشرانو د وسله والو سره مبارزې کې په همکارۍ موافقه وکړه


د پاکستان د پوځ مشر د ایران د پوځ مشر سره په تهران کې کتلي.
د پاکستان د پوځ مشر د ایران د پوځ مشر سره په تهران کې کتلي.

پاکستاني چارواکي وایي د دې هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په تهران کې د خپل ایراني سیال جنرال محمد حسین باقري سره کتلي او دواړو په ګډې پولې کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو پر ضد په همکارۍ موافقه کړې.

د پاکستان پوځ دوشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) په اعلامیې کې ویلي چې لوی درستیز عام منیر د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چار وزیر امیر حسین عبداللهیان سره هم کتلي دي.

د اعلامیې له مخې پدې ملاقات کې د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره د دوه اړخیزو اړیکو په اهمیت خبرې شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو پوځي مشرانو پدې موافقه وکړه چې ترهګري د ایران او پاکستان لپاره ګواښ دی او "په ګډې پولې کې د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره یې د استخباراتي معلوماتو شریکولو، د دې ترهګرو شبکو پر ضد ګټورو اقداماتو کولو او په امنیتي برخې کې د همکارۍ پراخولو لارو چارو په لټولو موافقه وکړله".

ایراني چارواکو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو د پاکستان د پوځ دا تر ټولو جګپوړی چاراکی داسې مهال ایران ته ځي چې تازه د بلوچستان په ولایت کې چې د ایران سره ګډه پوله لري، د وسله والو بریدونه ډیر شوي.

پدې ولایت کې چې د تیلو او طبیعي ګازو له پلوه غني دی، بلوڅ بیلتون غوښتونکي د کالونو راپدیخوا وسله واله مبارزه کوي او د پاکستان څخه خپلواکي غواړي.

په یوې تازه پیښې کې چې د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ وشوه، یو شمېر بریدګرو د بلوچستان په ایالت کې په پوځ برید وکړ او درې سرتيري یې ووژل. د چارواکو په خبره په برید کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

د اسوشتډپرس د راپور په اساس د دې برید څخه یوازې پنځه ساعته مخکې د بلوچستان د "ژوب" په ولسوالۍ کې وسله والو په یوې امنیتې پوستې برید وکړ او د پوځ نهه سرتېري ووژل. پوځ وايي پنځه واړه بریدګر هم ووژل شول.

د پاکستان د جهاد ډلې، چې تازه جوړه شوې ده، په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه چې دا برید دوی کړی دی، خو په اړه یې نور معلومات نه وو ورکړي.

په بلوچستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې وخت ناوخت بیلتون غوښتونکي بریدونه کوي. بلوڅ بیلتون غوښتونکو د خپلواکۍ لپاره جنګېږي. سره له دې چې پاکستان وايي ترهګري یې ځپلې ده، خو په دغه ایالت کې خشونت روان دی.

ایران ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز داسې مهال ځي چې په افغانستان کې د طالبانو سره هم د اسلام آباد اړیکې جنجالي شوي.

پاکستان تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو ته د افغانستان طالبانو ځای ورکړی خو طالبان بیا وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG