د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: شاوخوا ۴۷۲ زره ستنیدونکو افغانانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي


د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې زیات روغتیايي خدمتونه د هرات، کندهار، پکتیکا او ننګرهار په ګډون د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې خلکو ته وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې زیات روغتیايي خدمتونه د هرات، کندهار، پکتیکا او ننګرهار په ګډون د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې خلکو ته وړاندې کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ایم) ستنیدونکو افغان کډوالوته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو خبر ورکړی او ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې یې د ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۴۷۲ زره ستنیدونکو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې سربیره یې په زرګونو په کوردننه بې ځایه شویو کسانو او زیانمنوونکو ټولنو ته هم د افغانستان په ځینو برخو کې روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو پراساس له دې ډلې ۱۳ زره او ۹۱۶ امیدوارو ښځو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي او همداشان ۱۷۹۷۹ ماشومان د ځوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې ۷۰۶۳۰ ستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شویو کسانو ته یې روغتیايي مشورې ورکړي او ۱۴۱ زره او ۵۲۶ تنو نورو ته یې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره واکسین تطبیق کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې زیات روغتیايي خدمتونه د هرات، کندهار، پکتیکا او ننګرهار په ګډون د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې خلکو ته وړاندې شوي دي.

دغه سازمان په افغانستان کې په ټیټه کچه د روغتیايي خدمتونو په شتون اندیښنه ښودلې او ویلي دي: "په افغانستان کې ډیرې زیانمنونکي ټولنې روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې د زیاتو ستونزو سره مخ دي".

د ایران او پاکستان څخه ستنیدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه د مهاجرت نړیوال سازمان دا راپور په داسې حال کې ورکړی، چې د همدې سازمان په یو بل راپور کې له دغو دوو ګاونډیو څخه خپل هیواد ته د افغانانو په شمیر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

ای او ام دسپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) په یو راپور کې ویلي چې د سپتمبر په میاشت کې له افغانستان څخه ګاوڼدیو هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په پرتله دغه هیواد ته د ستیدونکو افغانانو شمیر زیات شوی او ددې میاشتې په درېیمه اونۍ کې د ستنیدونکو کسانو شمیر د تلونکو کسانو په پرتله ۷۴ فیصده زیات شوی دی.

مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې ددغې میاشتې د ۱۵ او ۲۱ نیټې ترمنځ موده کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته سل زره او ۲۲۷ کسان ستانه شوي او په همدې موده کې ۵۷ زره ۵۳۷ تنه له دغه هیواد څخه دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: "په تیرو دریو اونیو کې [افغانستان ته] د ستنیدونکو شمیر په پرله پسې ډول [له افغانستان څخه] د تلوونکو د شمیر څخه زیات شوی دی. په دغه موده کې ۱۰۰ زره او ۲۷۷ کسان چې د تلوونکو د شمیر ۵۷ زره او۵۳۷ تنو په پرتله ۷۴ فیصده زیات دي، ددې اونۍ څخه دمخه اونۍ پرتله ۱۶ فیصده زیاتوالی ښيي."

د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر په داسې حال کې زیات شوی چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي چې له امله د افغانستان په یو شمیر سیمو کې سلګونه روغتیايي مزکزونه هم تړال شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې بوختې ادارې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۳۶۷ میلیونو ډالرو ته په بیړني ډول اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG