د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې له غره د اور غورځېدو له کبله د مړو شمېر ۲۲ ته رسیدلی


د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې له غره څخه د اور غورځېدنې پر وخت ۷۵ کسان سیمې ته په غره د ختلو دپاره تللي وو.
د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې له غره څخه د اور غورځېدنې پر وخت ۷۵ کسان سیمې ته په غره د ختلو دپاره تللي وو.

په اندونیزیا کې د ژغورنې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۴) وویل چې په دغه هېواد کې له غره څخه د اور غوځېدنې له کبله د نهو نورو مړو د موندل کیدو سره، د قربانیانو شمېر ۲۲ ته رسیدلی دی.

د پادانګ د لټون او ژغورنې ادارې مشر عبدالمالک فرانس پرس ته وویل: "د لسو ورکو شویو قربانیانو له ډلې څخه یې نهه نن ماسپښین وموندل شول او دا مهال دوی د لیږدولو په حال کې دي. اوس مهال د یو پاتې قرباني لټون روان دی."

د سوماترا په ټاپو کې د ماراپي غره اتش فشان د یکشنبې په ورځ تر ۱.۸ کیلومترو لوړوالي اور او ایرې په داسې حال کې هوا ته اوچتې کړې چې ۷۵ کسان سیمې ته په غره د ختلو دپاره تللي وو.

د ژغورنې مامورین وايي، پاتې ټول کسان موندل شوي او د یو تن لټون لا روان دی.

د ماراپي د څارنې پوستې مشر احمد رفندي د سه شنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل چې له نیمې شپې څخه د سهار تر اتو بجو پورې، پنځه ځله له دغه غره څخه اور اوچت شوی دی.

د ماراپي غر (چې په ځايي ژبه کې د اور د غره په معنی دی)، د سوماترا په ټاپو کې ترټولو فعال آتش فشان دی.

اندونیزیا په ارام سمندر کې د خپل موقعیت له امله، د ځمکې په تل کې د زلزلو رامنځته کوونکو پلیټونو د ټکر په وجه، په مکرر ډول زلزلې او آتش فشانونه تجربه کوي.

له ټاپوګانو جوړ دغه هېواد نږدې ۱۳۰ فعال اورغورځوونکي غرونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG