د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې په زلزلې کې ۱۶۲ تنه مړه شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په اندونیزیا کې مقامات وايي چې نن دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د ریختر په اندازه ۵.۶ درجې زلزلې شاوخوا ۱۶۲ تنه مړه کړي او په سلګونو نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي زلزلې د دغه هېواد لویدیځ جاوا ایالت ځپلی او یو شمېر خلک ورک هم دي او ممکن د تلفاتو شمېر زیات وي.

د لویدیځ جاوا والي رضوان کامل ویلي دي چې د زلزلې مرکز د سیانجور ښار و.

ښاغلي کامل د رویټرز خبري اژانس ته وویل: «ډېرې ودانۍ ورانې او ویجاړې شوې دي. په لېرو پرتو سیمو کې خلک ایسار پاتې دي... موږ اټکل کوو چې ممکن د زخمیانو او مړو شمېر زیات شي.»

کامل په دې زلزله کې د ۱۶۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې زلزله کې له ۳۶۲ ډېر کسان زیاتره د ودانیو د نړېدو له امله ټپیان شوي دي.

د اندونیزیا د بحران ادارې ویاند عبدالمهاري ویلي دي‌ چې په سیانجور کې په زلزلې کې ۲۰۰۰ کورونه خراب شوي او نژدې ۱۳۰۰۰ کسان بېځایه شوي دي. همدغه راز برېښنا پرې شوې ده او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.

په سیمه کې چارواکي وايي د ‌ځمکې ښویدو له کبله یو شمېر خلک اېستل کېدای نشي او ایسار پاتې دي.

په اندونیزیا کې وخت ناوخت زلزلې کېږي. اندونیزیا د «اور حلقې» سره نژدې ده چې د زلزلې له پلوه د نړۍ یوه متحرکه سیمه بلل کیږي. په ۲۰۱۷ کې په دغه هېواد کې د ۷.۵ په شدت زلزله وشوه چې سونامي یې راوپاروله او څه باندې ۴۰۰۰ کسان یې مړه کړل.

د ۲۰۰۴ د ډسمبر په میاشت کې بیا په سوماترا کې د ۹.۱ په شدت زلزله وشوه او لویه سونامي یې وزېږوله چې له کبله یې ۲۳۰زره کسان مړه شول.

XS
SM
MD
LG