د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په هند کې د چین سره اړیکو لرلو په شک په مطبوعاتي مرکزونو چاپې وهلې


د هند ترهګرۍ ضد پولیس وایي سه شنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) یې په پایتخت نوې ډهلي کې د ۴۴ کسانو په کورونو چاپې وهلي چې شک پرې دی داسې یو خبري ویب سایټ لپاره کار کوي چې مالي لګښت یې چین ورکوي.

پولیسو ویلي چې په چاپو کې یې دوه تنه نیولي هم دي.

دا چاپې د هغو کسانو په کورونو اچول شوي چې د "نیوز کلیک" په نامه خبري ویب سایټ لپاره کار کوي.

دا ویب سایټ په انګریزي ژبه خپرونې لري او هندي چارواکو په ۲۰۲۱ کال کې د دې ویب سایټ پر ضد پدې خاطر شکایت ثبت کړی و چې ګواکې مالي لګښت یې د بهر څخه راځي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې د نیوز کلیک خبري ویب سایټ مالي لګښت امریکایي میشتی میلیونر، نیول روی سنګهام ورکوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي و چې دا ویب سایټ د چین د حکومت په خوښې خپرونې کوي خو پخپله سنګهام بیا دا تورونه رد کړیدي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ښاغلی سنګهام پدې تورن شوی و چې د بیجنګ حکومت سره له نږدې کار کوي او د چین په مالي لګښت په ټولې نړۍ کې د پروپاګند لپاره پیسې اخلي.


د هند پولیسو ویلي چې په چاپو کې د ۳۷ نارینه وو او ۹ میرمنو څخه پوښتنې شوي او دوه تنه یې نیول شوي هم دي.

پولیسو همدارنګه ډیجیټلي آلې، اسناد او نور شیان په چاپو کې ضبط کړیدي او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې دا شیان یې د معاینې لپاره د ځان سره وړي دي.

دا چاپې د غیر قانوني کړنو مخنیوي د قانون له مخې شوي. هغه قانون چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره جوړ شوی او پدې تور تورن شخص تقریباً نا ممکن دی چې په ضمانت خوشې شي.

پولیسو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې یو یې د نیوز کلیک خبري ویب سایټ مسؤل مدیر دی او دویم یې بیا د بشري سرچینو مشر دی.

د اریتري داس په نامه یوه خبریاله چې د نیوز کلیک لپاره کار کوي په ټولنیزې شبکو کې لیکلي چې پولیس یې تر لمر خاته وړاندې کور ته ورغلي، د راپور ورکولو په هکله یې ترې پوښتنې ګرویژنې کړي، لپ ټاپ کمپیوټر، موبایل ټیلیفون او د کمپیوټر هارډ ډیسکونه یې هم ترې وړي دي.

د مومبای پریس کلب په یوې اعلامیې کې د پولیسو دې چاپې په هکله ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

په هند کې د بشري حقونو فعالین او د سیاسي مخالف ګوند وکیلان وایي چې پدې هیواد کې د مطبوعاتي آزادي د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا چې نریندرا مودي واک ته رسیدلی، کمه شوې.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې بیا خبردرای ورکړی چې په هند د مطبوعاتي ازادي د بحران سره مخ ده.

هند د مطبوعاتو آزادۍ په جدول کې د ۱۶۱ هیوادونو په کتار کې په ۱۴۰م مقام کې دی او د تیر کال راپدیخوا ۱۱ درجې ټیټ شوی.

هغه خبریالان چې په حکومت نیوکې کوي، شکایت لري چې د هیواد په هغو سیمو کې د دوي د ځورونې پیښې ډیرې شوي چې د نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جانتا ګوند (بي جی پي) پکې واک لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG