د لاس رسي وړ اتصالات

د حکیم الکوزي وروسته، هندي مرشد د کرونا وبا درملو جوړولو ادعا کړې


هندي ډاکترانو د هیواد په هریانا ایالت کې د یو هندو مرشد له خوا د بوټو څخه د جوړ شویو درملو وړیا ویش غندلی دی.

هندي مرشد او د یوګا روزونکي بابا رامدیف، عصري طبي درمل د کروناویروس د ناروغانو د مړینې سبب ګڼلی او ادعا یې کړې چې د هغه د بوټو درمل چې کورونیل نومیږي او تیر کال تولید شوي، د ناروغانو د درملنې لپاره ګټور دي.

مقاماتو د هریانا په ایالت کې چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي د بهارتیا جنتا ګوند له لورې رهبري کیږي، د روانې اونۍ په پیل کې ددغه مرشد له درملو څخه د کوویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ګټه اخیستلو ته اجازه ورکړه.

وروسته ایالتي مقاماتو وویل چې د ګورو رامدیف محصول باید د کروناویروس د درملنې او درملو په توګه عرضه شي بلکې د بدن د ایمني سیستم د تقویه کوونکي په توګه خلکو ته وړاندې شي.

په اتراکهند ایالت کې د هند د طبي انجمن رئیس اجی کهنه، چې د کورونیل درملو تولیدونکی شرکت پتانجالي په کې پروت دی، استدلال کوي چې هیڅ علمي مدرک او موندنه نشته چې پر بنسټ یې په کورونیل باندې د کوویډ۱۹ ناروغانو درملنه وشی.

په اتراکهند ایالت کې د هند د طبي انجمن څانګې په محکمه کې د ګورو رامدیف پر ضد دعوا کړې او له هغه څخه یې غوښتي چې د خپلو څرګندونو په خاطر چې عصري طبي درملنه یې د کروناویروس د ناروغانو د مړینې سبب ګڼلی بخښنه وغواړي.

ښاغلي کهنه د رویترز اژامس ته ویلي چې دغه هندي مرشد یو سوداګر دی او د خپل محصول د خرڅلاو لپاره یې د درملنې د علمي لارو چارو او سنتي درملنې ترمنځ جنجال رامنځ ته کړی.

څه موده مخکې د هند په ګجرات ایالت کې یو شمیر خلکو خپل بدنونه دغواو په خوشایانو ککړول او باور یې درلود چې ددې حیوان فاضله مواد د بدن د ایمني سیستم د غښتلي کیدو سبب کیږي.

هاغه وخت هم هندي ډاکترانو خبرداری ورکړی و چې دا کار باید ونه شي، ځکه د هغوی په وینا پدې هکله هیڅ علمي مدرک نشته او له بلې خوا د غوا خوشایي د انسان بدن ته د نورو ناروغیو د انتقال سبب کیږي.

په هند کې چارواکي وایي چې تر اوسه پدې هیواد کې ۲۷.۲ ملیون کسان په کروناویروس اخته شوي او په دې وجه ۳۱۱ زره تنه مړه شوي، خو ویل کیږي چې ښایي د مړو شویو شمیر تر دې هم لوړ وي.

تیر کال په افغانستان کې د کروناویروس په اوج د حکیم الکوزي په نوم یو شخص ادعا وکړه چې د کروناویروس درمل یې تولید کړي دي. خو د افغانستان روغتیایي مسولینو په لابراتوار کې د هغه د درملو د ارزونې او تجزیې وروسته پدې پوه شول چې د درملو په محتوا کې مخدره مواد شامل دي چې د د ناروغانو د درد او ټوخي د تسکین کیدو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG