په هند کې د رڼاګانو یا دیوالي د جشن پر مهال د اورلوبو او پټاقیو د وارولو له کبله د جمعې په ورځ، نومبر اوله (لړم ۱۱) پایتخت نوی ډیلی زهرجنو ګازونو په سراخیستی او د هوا د لا ککړتیا لامل شوی دی.
دغه ۳۰ میلیون نفوس لرونکی ښار د نړۍ یو له ترټولو ککړو ښارونو شمېرل کیږي.
د نوي ډیلي فضا هرکال د سرطان پیدا کوونکو لوګیو څخه ډکیږي چې پړه یې ښار ته څېرمه د بزګرانو له خوا د فصلونو د پاتې شونو په سوځولو او له فابریکو او موټرو څخه په خارجېدونکو لوګیو اچول کیږي.
خو د ښار هوا وروسته له هغه نوره هم ککړه شوه چې د پټاقیو په پلورلو د حکومت د بندیز سره سره، تېره شپه په پراخه کچه اورلوبې وشوې.
د نوي ډیلي پولیسو له دیوالي وړاندې نږدې دوه ټنه پټاقۍ ضبط کړې خو په شاوخوا ایالتونو کې د پټاقیو خرڅلاو اجازه لرله.
ډیرو هندوانو دا ورځ په کورونو کې له خپلو کورنیو سره د شمعو په بلولو سره ونمانځله. نورو بیا د شپې مهال د نوي ډیلي په ګڼ میشتې ښار کې د اورلوبو او پټاقیو په وارولو سره د خوښیو اظهار وکړ.
په دغه مناسبت د اورلوبو او پټاقیو غورځولو سره د هندو مذهب د پیروانو د پیاوړي تړاو له کبله پولیس زیاتره وخت د سرغړوونکو په وړاندې د جدي ګام اوچتولو څخه ډډه کوي.
د چارواکو 'بې پاکه غبرګون'
منتقدین وايي چې د مرکزي حکومت او ایالتونو د مشرانو ترمنځ په دې اړه د سیاسي مخالفتونو له کبله ستونزه نوره هم پراخه شوې ده.
د هند سترې محکمې تېره میاشت حکم وکړ چې پاکه هوا بنیادي بشري حق دی او د مرکزي حکومت او ایالتي ادارو څخه یې وغوښتل چې په دې اړه اقدام وکړي.
د ټایمز اف انډیا ورځپانې تېره اونۍ په یوه سرمقاله کې ولیکل چې "د ډیلي زهرجنه هوا موږ ورو ورو وژني." په سرمقاله کې زیاته شوې: "دا کومه نوې خبره نده خو د حیرانتیا خبره دې مسئلې ته کال په کال د چارواکو بې باکه غبرګون دی."
د نوي ډیلي په هوا کې د "PM2.5" په نوم د خطرناکو ذراتو کچه چې د سږو له لارې د انسان د وینې جریان ته داخلیږي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ټاکل شوي مجاز حد څخه ۲۳ چنده لوړه ښودل شوې ده.
د جمعې په سهار د "IQAir" په نوم د موسم د څار ادارې وویل چې په نوي ډیلي کې په هر متر مکعب هوا کې د زهرجنو ذراتو کچه د ۳۴۵ مایکروګرام "خطرناکې" اندازې ته رسېدلې ده.
ددغې ادارې د معلوماتو په اساس، نوی ډیلي د هوا د ککړتیا له مخې په نړۍ کې لومړی او د پاکستان لاهور ښار دوهم مقام لري.
فورم \ دبحث خونه