د لاس رسي وړ اتصالات

هند له کاناډا څخه خپل سفیر او دیپلوماتان واېستل


په دې وروستیو کې د هند او کاناډا ترمنځ روابط خراب شوي
په دې وروستیو کې د هند او کاناډا ترمنځ روابط خراب شوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې۲۳) په یوې اعلامیې کې وویل چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ديپلوماتان بېرته وربللي دي.

تر دغه اقدام څو ساعته مخکې نوي ډهلي د کاناډا حکومت هغه اطلاعیه رد کړې وه چې ګنې د هند سفیر د کاناډا په اوتاوا کې د یو سیک فعال د وژلو په قضیې کې تر شک لاندې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې په نوي ډهلی کې یې د کاناډا سفیر احضار کړی او ورته یې ویلي‌ چې په کاناډا کې د هند د عالي کمېشنر یا سفیر، دیپلوماتانو او یا هم نورو هندي مقاماتو «بې ځایه هدف ګرځول» په «هېڅ د منلو نه» دي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي: « موږ د هغوی (کاناډا کې هندي دیپلوتانو) د امنیت په اړه د کاناډا په ژمنې باور نه لرو. له همدې کبله د هند حکومت دغلته د خپل عالي کمېشنر او ټولو هغو دیپلوماتانو د اېستلو پرېکړه کړې،‌ چې تر هدف لاندې دي.»

د کاناډا صدراعظم جستین تروډو د تېرکال په سپتمبر کې ویلي وو چې باور وړ ادعاوې دي چې د هند حکومت په کاناډا کې د فعال سیک هردیپ سینګ نیجار له وژلو سره ارتباط لري. هند دا ادعاوې بې اساسه بللې او رد کړې دي.

نیجار، تېرکال د جون په ۱۸مه کاناډا د ونکوور په ښار کې، چې ډېر سیکان په کې اوسېږي، ووژل شو. هند هغه تر تعقیب لاندې ترهګر باله.

هندي مقامات وايي چې نیجار د سیک بیلتون غوښتونکو په غورځنګ کې رول درلوده، دا غورځنګ په ۱۹۸۰ کال کې هند ولړزوه.

سیک بیلتون غوښتونکو د ۱۹۸۰ کال څخه تر ۱۹۹۰ پورې مبارزه وکړه، دوی د خالستان په نوم خپلواک ټاټوبی غواړي. د دوی په دغو جګړو کې د هندي مقاماتو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو اوس دا غورځنګ د هند د پنجاب په ایالت کې ډېر حمایت نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG