د لاکشادويپ له ټاپوګانو څخه د هند د صدراعظم نریندرا مودي تر کتنې او د مالدیف د دریو جګپوړو چارواکو لخوا ددغه سفر په اړه د سختو نیوکو وروسته، هندي چارواکو او سیلانیانو د دغه هیواد (مالديف) پر وړاندې د ګرځندوی د تحریم کمپاین پیل کړی دی.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د ولسمشر محمد مویزو په مشرۍ د مالدیف هېواد تر بل هر وخت، چین ته نږدې شوی.
مودي، تیره اونۍ د هند لاکشادويپ ټاپوګانو ته په سفر کې ددغو پخوانیو ساحلي غاړو ستاینه وکړه او د خپل سفر عکسونه یې د ایکس پاڼې په ټولنیزې رسنۍ کې خپاره کړل.
د لاکشادويپ ټاپوګان د هند له اصلي خاورې څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې پراته دي او هر کال یوازې څو زره سیلانیان ورځي. مودي ویلي چې دغه ټاپوګان باید "د هندي سیلانیانو په لیست کې وي."
یو شمېر هندي چارواکو او هنرمندانو هم د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې مالدیف ته د تګ پر ځای د لاکشادويپ په ګډون د دغه هېواد ساحلي سیمو او ټاپوګانو ته سفر وکړي.
که څه هم د هند صدراعظم په خپل ایکس پاڼه کې د مالدیف یادونه نه دې کړې، خو په مالدیف کې ځینې د مودي دغو پوسټونو ته د یوې هڅې په توګه ګوري، چې د هندي سیلانیان پام د مالديف له تفریحي سیمو څخه د هند د لاکشادويپ لږ پیژندل شوي سواحلو ته اړوي.
د مالدیف د اطلاعاتو او کتلور وزارت پخوانې مرستیالې مریم شیوانا پر خپل ایکس پاڼې لیکلي وو: "څه یو مسخره ده". نوموړې، د هند صدراعظم د "اسرائیل ګوډاګی" بللی و. د مالدیف دوو نورو وزیرانو هم ورته بې بنسټه څرګندونې کړې وې.
خو د مریم شیوانا او دوو نورو جګپوړو چاوراکو پیغامونه نه یواځې له ایکس پاڼې څخه لیرې شول، بلکې ددې دریو چارواکو دندې هم وځنډول شول.
د مالديف د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې وویل:"د مالدیف حکومت، په ټولنیزو رسنیو کې د بهرنیو مشرانو او لوړ پوړو اشخاصو په وړاندې د سپکاوي له څرګندونو څخه خبر دی. دا څرګندونې شخصي دي او د مالدیف د حکومت د نظر استازیتوب نه کوي."
خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان ازادي باید په داسې طریقه وکارول شي چې، " د کرکې لامل نشي او همداراز د مالدیف او د هغې د نړیوالو شریکانو ترمنځ نږدې اړیکو ته خنډ رامنځته نه کړي."
خو دې اعلامیې د هندیانو قهر او غوسه کمه نه کړه او په دغه هېواد کې "مالديف تحریم کړي" هشټګ په ټولنیزو رسنیو کې په ډیرې چټکې وچلیده.
د اکشی کمار په ګډون د هندي سینما (بالیووډ) ستورو او د کرکټ څو مشهور لوبغاړو او شخصیتونو په ټولنیزو شبکو کې د بل هشټګ [راځئ لاکشادويپ ته لاړ شو] ګڼ پوسټونه شریک کړل.
اکشې کمار چې د وطنپالنې د موضوع په تړاو د بالیووډ سینمايي فلمونو کې د مخکښ رول له امله پیژندل شوی ستوری دی، د مالدیف د چارواکو څرګندونې "کرکجنې او له له توکمپانې" ډک وبللې.
هغه وویل:"موږ له خپلو ګاونډیانو سره ښه یوو، خو ولې باید دا ډول بې بنسټه کرکه وزغمو؟ زه څو ځلې مالدیف ته تللی یم او تل مې د هغه ستاینه کړې، خو پت او عزت، زموږ لپاره لومړیتوب لري. راځئ چې ددغه هشټګ [ د هند له ټاپوګانو څخه لیدنه کوو] له لارې له خپل ګرځندوی څخه ملاتړ وکړو."
په ورته وخت کې د هند د ګرځندوی یو مخکښې ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ وویل چې مالدیف ته به د ټکټونو پلورل وځنډوي.
د مالدیف د ګرځندوی وزارت د احصایې له مخې، دغه هېواد ته د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله، هر کال هندي سیلانیانو ډیر سفرونه کوي.
د رسنیو د رپوټونو په حواله، د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، په نوي ډهلي کې د مالدیف سفیر احضار کړ او نریندرا مودي په هکله د څرګندونو په اړه یې خپلې اندیښنې مطرح کړي.
دا جنجال په داسې حال کې رامنځته شوې چې د مالدیف او هند تر منځ اړیکې له هغه وخت راهیسې چې ولسمشر مویزو د واک په ګدۍ کېناست، کړکېچنې شوې دي.
مویزو دا مهال د چین پلازمینې بیجینګ ته په یو رسمي سفر تللی دی. هغه د مالدیف د نویو ټاکل شویو ولسمشرانو هغه دود مات کړ چې هند ته د خپل لومړي بهرني سفر لپاره تلل.
هغه خپل انتخاباتي کمپاین پدې شعار سره چې: "هند بهر شي" مخته یوړ او ویې ویل چې هغه به د مالدیف د پخوانیو مشرانو تګلاره چې "هند ته یې لومړیتوب ورکاوه" بدله کړي.
هغه د واک د ترلاسه کولو راهیسې، له نوي ډهلي څخه غوښتنه کړې چې د هندي پوځیان اویا کسیزه ډله دې ددغه هېواد له ټاپوګانو وباسي. دغه اویاه کسیزه ډله په یادو ټاپوګانو کې د سمندري څارنې، لټون او ژغورنې عملیاتو او همدارنګه د طبي مرستې په موخه ځايی پرځای شوي دي.
په وروستۍ لسیزه کې د هند او چین ترمنځ د مالدیف او د سویلي اسیا په نورو هیوادونو لکه سریلانکا کې، د دواړو هیوادونو د ستراتیژیک حضور په اړه کړکیچ زیات شوی دی.
فورم \ دبحث خونه