د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو په قاچاق او پلور کې د افغان پولیس چارواکو لاس لرل ناهیلي کوونکي بللي او فاسدو چارواکو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د اپه داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر او پنځه نور پولیس افسران په کابل ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ونیول.
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د شنبې په ورځ «فبروري ۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې د نشه يي توکو قاچاق او سوداګري د افغانستان د بې ثباتۍ سره مرسته کوي او همدارنګه د ښې حکومتوالۍ بهیر او اقتصادي وده کمزورې کوي.
اغلې ویلز زیاته کړې:"د قانون د پلې کېدو لپاره مهمه ده چې د فاسد چارواکو په وړاندې اقدام وشي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د تېرې پنجشنبې په ورځ «سلواغې۱۷مه» خبریالانو ته وویل چې په نیول شوو کسانو کې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر احمد احمدي په ګډون "د پنځمې حوزې له نشه یي توکو سره د مبارزې آمر، لومړی څارن اجمل، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د عملیاتي ټیم قوماندان، لومړی څارن عبادالرحمن، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کیمیاوي توکو د کنترول مدیریت مرستیال، سمونیار الله داد، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د تحلیل او ارزونې مدیریت آمر، څارمن فریدالله او د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د کشف مدیریت آمر، لومړی څارن لمر شامل دي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل پولیسو ته دوې میاشتې وخت ورکړئ چې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.
تېره ورځ د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه د خپلې کلنۍ ارزونې د اعلان پر مهال ویلي چې په دغه هیواد کې د تریاکو تولید زیات شوی دی.