د لاس رسي وړ اتصالات

هنګري د اروپايي اتحادیې مشري‌ پیل کړه


د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

هنګري د دوشنبې په ورځ جولای اوله (چنګاښ ۱۱) د اروپايي اتحادیې د نوبتي مشرۍ دنده په غاړه واخیسته او د یو "ریښتیني منځګړي" رول لوبولو ژمنه یې په داسې حال کې وکړه چې ددغه هېواد په اړه منتقدینو اندېښنه ښودلې چې مستبد حکومت لري او له روسیې سره دوستانه اړیکې پالي.

د هنګري ملتپال صدراعظم ویکتور اوربان چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په واک کې دی، هڅه کوي چې د مرکزي اروپا دغه هېواد په یو "غیر لیبرال دموکراسۍ" بدل کړي او په وار وار یې له بروکسل سره د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو په مسلو کې اختلافات رامنځته شوي دي.

اوربان د اروپايي ټولنې یوازینی مشر دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره سره یې له مسکو سره اړیکې ساتلي، کیف ته د یې د وسلو له استولو ډډه کړې او په وار وار یې پر روسیې باندې د بندیزونو په لګولو نیوکې کړې دي.

تیر کال، د اروپا پارلمان په یو پریکړه لیک کې د دموکراتیکو ارزښتونو په اړه د هنګري " شاته تګ" یاد کړ او ددغه هېواد له لوري د اروپايي اتحادیې شپږ میاشتنۍ نوبتي مشري یې تر پوښتنې لاندې راوسته.

خو بوداپیست ټینګار کوي چې د ۲۷ هیوادونو د اتحادیې د رهبرۍ د "دندو او مسؤلیتونو" په غاړه اخیستلو ته چمتو دی.

د هنګري د اروپايي اتحادیې د چارو وزیر ژانوس بوکا د جون په نیمایي کې د اروپايي اتحادیې د مشرۍ اخیستلو د پروګرام د پرانیستلو پر مهال وویل: "موږ به صادقانه منځګړي واوسو او د ټولو غړو هیوادونو او بنسټونو سره به په وفادارۍ سره کار وکړو."

هغه زیاته کړه: "موږ همدارنګه باور لرو چې هنګري د قوي اروپا پالیسۍ د تعقیب لپاره قوي اراده لري. زموږ کار به د اروپا دا لیدلوری منعکس کړي."

د هنګري ۶۱ کلن ملتپال صدراعظم د جون میاشتې د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې د ښي اړخو د بري په نیتجه کې د "بروکسل د نیولو" ژمنه کړې ده.

که څه هم ښي اړخو ګوندونو لاسته راوړنې لرلې، خو د اوربان د فیډز ګوند منزوي شوی او د اروپا په پارلمان کې د داسې ګوند په موندلو کې پاتې راغلی چې ورسره ایتلاف وکړي.

د یکشنبې په ورځ، اوربان اعلان وکړ چې هغه غواړي د اتریش له ښي اړخي ازادۍ ګوند او د چک د پخواني صدراعظم اندریج بابیس د مرکزي ګوند سره یوځای شي.

د ایتلاف رامنځته کولو لپاره دوی لاهم د لږ تر لږه څلورو نورو هیوادونو ګوندونو ته اړتیا لري.

تیره اونۍ، اوربان د هغې معاملې په مخنیوي کې ناکام شو چې له مخې یې ارسولا وان ډیر لیان یو ځل بیا د ځواکمن اروپایي کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه او د منځلاري ایتلاف دوو نورو مشرانو د اتحادیې د مشرۍ څوکۍ ونیولې.

په ورته وخت کې، وان دیر لیان د هنګري لخوا د اروپايي اتحادیې د نوبتي مشرۍ د پیل په مناسبت بوداپیست ته خپل سفر لغوه کړی او ددغه سفر لپاره نوې نیټه نده اعلان شوې.

د هنګري د پروګرام لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه اوربان تیره اونۍ د اروپا څو مهمو پلازمینو ته سفر وکړ.

د اروپايي اتحادیې د ولسمشرۍ لپاره د هنګري د اوو لومړیتوبونو په لړ کې د "غیرقانوني مهاجرت" مخنیوی او په اروپايي اتحادیه کې د لویدیځ بالکان هیوادونو د شمولیت د هڅو پیاوړي کول شامل دي.

خو شنونکي پدې باور دي چې د اروپايي کمیسیون له ملاتړ پرته اوربان په یوازې دغو موخو ته نشي رسیدلی.

تیره اونۍ، اروپایي اتحادیې د روسیې په وړاندې د بندیزونو تازه بسته تصویب کړه او په رسمي توګه یې په دغه اتحادیه کې د اوکراین د شمولیت خبرې پیل کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG