د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان صدراعظم وايي اروپايي اتحادیه باید د پوتین تهدید ته ځواب ورکړي


د یونان صدراعظم کیریاکس میتسوتاکیس پرون شنبې ۱۰ سپتمبر (وږي ۱۹) وویل چې اروپایي اتحادیه باید د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین لخوا د طبیعي ګازو د رسولو په برخه کې "تهدید او باج ګیرئ" ته په یو غږ ځواب ورکړي.

هغه وویل چې په اوکراین باندې د پوتین یرغل د دې لپاره دی چې "استبدادي ښکېلاک ته مشروعیت ورکړي او نور سیمه ایز کړکیچ جوړونکي دې ډول کړنو ته وهڅوي". رپوټونه وایي د هغه دغه څرګندونې ښايي د یونان د ګاونډي هېواد ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان مخ په زیاتیدونکو سختو بیانونو ته اشاره وې.

میتسوتاکیس وویل: "د اوکراین په جګړه کې، موږ له هغو کسانو سره ولاړ یو چې له ځانه دفاع کوي، موږ له ډیموکراسۍ او ازادۍ سره ولاړ یو ... موږ پوهیږو چې د یو سرزوري ګاونډي درلودل څه معنی لري".

صدراعظم میتسوتاکیس د (تیسالونیکي) نړیوال اقتصادي نندارتون ته په وینا کې زیاته کړه چې پوتین غواړي د انرژۍ په برخه کې د اروپا اندیښنې په سیاسي بې ثباتۍ بدلې کړي.

په دغه غونډه کې د یونان د حکومت مشران د راتلونکي کال اقتصادي پالیسۍ اعلانوي.

صدراعظم میتسوتاکیس یادونه وکړه چې یونان څو میاشتې وړاندې د طبیعي ګازو او برېښنا د بیو د کمولو او کنټرولولو وړاندیز کړی و او خوښي یې څرګنده کړه چې اروپايي اتحادیه د حل لارو په لټه کې ده.

هغه د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پدې برخه کې عاجل اقدام اړین بولي.

میتسوتاکیس وویل چې د هغه حکومت به د بریښنا د بیلونو په برخه کې له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړي. یوناني چارواکو دا هم ویلي چې خلک به د انرژۍ د تولید د موادو په کارولو کې احتیاط او د امکان تر حده د طبیعي ګازو پر ځای د انرژئ د تولید د نورو سرچینو استعال ته وهڅوي.

صدراعظم په دې برسېره ځینې نور اقدامات هم اعلان کړل، لکه ۲.۳ میلیون یونانیانو ته د ژوند د لګښتونو پوره کولو دپاره د ۲۵۰ یورو چیک، د تقاعد په معاش کې زیاتوالی، د مالیاتو کمول، بزګرانو ته د خسارې د جبران لپاره د ۱۵۰ میلیون یورو سبسایډي او د ملي روغتیا خدماتو او وسله وال ځواک د پرسونل معاشونه لوړول. هغه وویل، د برېښنا بېل د سبسایډۍ تر څنګ پر دې اقداماتو باندې شاوخوا ۵.۵ میلیارد یورو لګښت راځي.

د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې، یونان له ۵۰ میلیارد یورو څخه ډیر مصرف کړي دي ترڅو د یونان د هغو خلکو د اقتصاد او سوداګرۍ ملاتړ وکړي چې د کرونا وبا اغیزمن کړي او اوس د انرژئ بحران او مخ په لوړه روان انفلاسیون له امله ځوریږي.

په یونان کې انفلاسیون د جون په میاشت کې له ۱۲ سلنې پورته شو چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې یې په دغه هېواد کې ساری ندی لیدل شوی.

ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۲ کې د یونان اقتصاد ۵ سلنه وده وکړي او د مصرف لپاره به اضافي پیسې په لاس کې ولري خو دغه هېواد چې لا هم ډېر پوروړی دی، له اروپايي اتحاد سره د ژمنې سره سم، اړ دی چې د راتلونکي کال په بودیجه کې پیسې وسپموي.

راتلونکی کال په یونان کې د نوي حکومت دپاره عمومي ټاکنې هم کیږي.

XS
SM
MD
LG