د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: د افغانانو سیاسي، کلتوري‌ او مذهبي ازادۍ محدودي شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېرو دریو کلونو کې‌ په پرله پسې ډول په افغانستان کې د دغه د هېواد اوسېدونکو سیاسي کلتوري او ټولنیزې ازادۍ محدودې شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي امریکا غږ اشنا ټلوېزون ته وویل چې د نامنیو پرا خېدو د مظاهرو، مذهبي او ټولنیزو غونډو بریدونه د دغو ازادیو د محددېدو سبب شوي‌ دي.

هغه وویل:"بدبختانه موږ په افغانستان کې د بشري حقونو ورځ په داسې حال کې لمانځو چې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، موږ په هره برخه کې مشکلات لرو عمده یې ملکي تلفات دي ۲۵ سلنه په تېرو شپږو میاشتو کې ملکي تلفات لوړ تللي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو لمخې، په افغانستان کې یوازې به تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه کې ۲۵ سلنه زیات والی راغلی دی

نوموړي‌زیاته کړه تېرو شپږو میاشتو کې ۵۹۸۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۱۵۷۰ تنه وژل شوي او پاتې ۴۴۱۶ تنه یې ټپيان شوي‌ دي.

صدیقي همدارنګه وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په روان کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴زره پېښې ثبت کړي دي.

نن د ډیسمبر لمسه د بشر حقوقو نړیواله ورځ ده افغان حکوت دا ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله ده.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما وايي، که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ شوی، خو وايي ځینې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

یوناما وايي روانه جګړه او ماتېدونکي امنیتي وضعیت د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوناما لخوا په خپور شوي بیان کې په افغانستان کې د یونام د مشر تدامیچي یاماماتو له قوله ویل شوي چې له مجازاتو سره د معافیت پر وړاندې د مبارزې او د بشري حقونو د قربانیانو د خسارو جبران ته باید لوموړیتوب ورکړل شي.

هغه ویلي:"له بشري حقونو څخه ساتنه د قوانینو پر پلې کولو ولاړه ده، چې په دې صورت کې د زیان منونکو وګړو ساتنه کېږي."

XS
SM
MD
LG