د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه پلټنه؛ مک کال له یو شمېر چارواکو سره مرکې غواړي


مایکل مک کال د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر دی.
مایکل مک کال د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر دی.

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر مایکل مک کال په رسمي توګه د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د یو شمیر پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د لیکل شویو مرکو غوښتنه کړې.

ښاغلي مک کال په یو لیک کې یکشنبه مې ۱۴ (غوایي۲۴) لیکلي چې د پلټنو په لړ کې څرګنده شوې چې دا کسان د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د بشپړ وتلو په هکله مهم معلومات لري.

په لیک کې لیکل شوي ، " د هغوی معلومات مهم دي چې څرګنده شي څنګه د افغانستان څخه د بایډن د ادارې په ناوړه توګه وتل د دې سبب شول چې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شي او ۴۷ نور ټپي شول."

د تنظیم په چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د دفتر مشر جانتن مینوتي، د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال مارک ایوانز، د افغانستان د کاري ځواک پخوانی مشر جیمز پي ډیهارټ، د قونسلي چارو ماموره جین هاول او پخوانی سفیر ډانیل سمیت چې د افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د اقداماتو اروزنه یې کوله هغه کسان دي چې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر ورسره د مرکو غوښتنه کړې.

د استازو مجلس دې جګپوړي غړي دا هم لیکلي چې د همدې کسانو سره د مرکو له مخې به څرګنده شي چې "امریکا ولې خپل څه باندې ۱۰۰۰ تنه اتباع او زمونږ سلګونه زره همکاران داسې یو هیواد کې پریښودل چې کنټرول یې د ترهګرو په لاس کې و. مک کال په لیک کې ویلي چې دا کسان باید د کوم ځنډ پرته د دې کمیټې سره وغږیږي.

مایکل مک کال همدارنګه ویلي چې د شواهدو ټولولو په لړ کې به دا کمیټه د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره مرکو ته دوام ورکړي چې د افغانستان څخه د وتلو پلان جوړولو او اجرا کولو سره یې کار درلود.

په لیک کې د دې کسانو څخه غوښتل شوي د روانې مې میاشتې تر ۲۲ مې نیټې پورې د کمیټې سره اړیکه ونیسي چې د مرکو لپاره یې چارې تنظیم شي.

سپینې ماڼۍ او دې کسانو چې د مرکو غوښتنه یې شوې تر اوسه د ښاغلي مک کال د غوښتنې په هکله څه ندي ویلي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و د افغانستان څخه د وتلو په هکله یې هغومره معلومات چې لازم بلل کیږي، د کانګرس سره شریک کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټیل تیره دوشنبه مې ۸ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان څخه د وتلو په هکله د کانګرس غړیو ته څو ځله په محرمه توګه او نورو چینلو د لارې کتبي لنډیز ورکړل شوی خو "له بده مرغه د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ بیا هم دا غیر ګټور او غیر ضروري کړنه تعقیبوي".

ښاغلي پاټیل په خبرو کې دا هم وویل چې د کانګرس پوښتنو ته به د "مناسبې څارنې لپاره د معلوماتو ورکول دوام ولري چې وکړای شي خپل کار وکړي خو د بهرنیو چارو د وزارت د مامورینو ضرورتونه به هم په پام کې نیول کیږي".

د کانګرس دا غړي همدارنګه د متحده ایالاتو په حکومت تور لګوي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې بشپړ معلومات ندي ورکړي او ځیني ادارې همکاري هم نکوي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ تیره میاشت په ۱۲ پاڼو کې په افغانستان کې د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمیدو په تړاو د متحدو ایالتونو د سیاستونو په اړه د څېړنې خلاصه خپره کړه خو د کانګرس جمهوري غوښتونکي چې د افغانستان په اړه د بایډن مدیریت "ناورین" او د رهبري سخته ماته بولي، د حکومت پر څیړنې انتقاد کړی دی.

سپینې ماڼۍ تیره میاشت په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره ندی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار "سخت محدود" کړی و.

په راپور کې منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ایستلو بهیر باید له وخته پیل شوی وای خو پدې برخه کې د ځنډ راتلو پړه یې د افغانستان پر حکومت او پوځ او همدارنګه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په ارزونو اچولې ده.

XS
SM
MD
LG