د هلمند امنیتي مقامات وايي چې ناوې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي او د چهارشنبېد ماښام په جګړه کې دوواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي .
د ناوې ولسوال اقانور تکړه امریکاغږ اشنا ته وويل چي د ولایت له مرکز څخه کومکي او تازه قوتونه ور رسیدلي. نوموړي زیاته کړه چي افغان ځواکونو د وسله والو پرضد کلک مقاومت وکړ او هوايي بریدونو هم شدیده جګړه اوس خاموشه کړه .
ده وويل چي د دولت وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات په هوايي بریدونو کې اوښتي او اوس د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي معین او د هلمند د والي په مشرۍ افغان ځانګړي ځواکونه د وسله والو برید کونکو پر ضد په یرغلیزو عملیاتو باندي بوخت دي .
ولسوال وايي چي د ولسوالۍ مرکز له سقوط څخه ژغورل شوی خو خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.
لښکر ګاه د سقوط له خطر سره مخامخ دی
د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل وایي د هغه ولایت په شاوخوا سیمو کې د اونیو درنو جګړو نه وروسته، لشکرګاه په پوره توګه د طالبانو لخوا کلابند شوی دی او د اردو او پولیسو امنیتي پوستې په دې هدف د خپلو پوستو نه عقب نشیني کړې ده چې د ښار دفاعي کمربند قوي کړي.
ښاغلي اتل وویل که محاصره شوی ښار د مرکزي حکومت نه ملاتړ ترلاسه نه کړي نو کیدی شي هلمند ډیر ژر سقوط وکړي.
اوس مهال جمهور رئیس اشرف غني او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن داسی څرګنده کړې چې بل هیڅ ښار به د وسله والو مخالفینو لاس ته ورنشي.
عبدالجبار قهرمان چې څه موده مخکې د هلمند اوپراتیفي قوماندان معرفي شوای او اوس یې خپله دنده پریښي ده اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل د هلمند د ناامنۍ یو عمده علت په دې ولایت کې د قول اردو د قوماندان کمزوره مدیریت دی.
ښاغلي قهرمان زیاته کړه چې نه طالبان دومره قوت لري چې هلمند نا امنه کړي او نه د افغانستان امنیتي ځواکونه دومره کمزورې دي چې د ناامنیو اجازه ورکړي.
د ښاغلي قهرمان سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.
اکثره په دې باور دي چې د هلمند د امنیت په ټینګښت او د طالبانو د بریدونو د مخنوي لپاره د امریکایي ځواکونو هوایي بمبارد ډیر ګټور تمامیږي.
د هلمند د مهاجرینو ریاست وایي تراوسه د جګړو له امله شاوخوا ۳ زره خلک بی ځایه شوي او مرستندویان ورته د نا امنۍ له امله کمک نشي رسولې.