د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته ۱۸۶ ټنه روغتیايي مواد رسېدلي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګست میاشتې له وروستیو څخه بیا تر دا مهاله ۱۸۶ ټنه روغتیايي تجهیزات او مواد افغانستان ته انتقال شوي دي.

دغه سازمان نن یکشنبه اکتوبر لسمه (تلې ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې دغه روغتیايي مواد په نهو پروازونو کې افغانستان ته انتقال شوي دي.

په دغه مرستو کې درمل او روغتیايي وسایل شامل دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې د ۲.۵ میلیون کسانو لپاره کفایت کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداشان ویلي چې وسایل او مواد د افغانستان ټولو روغتیايي مرکزونو ته رسېدلي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد د روغتیايي نظام د ګډوډېدو په اړه خبرداری ورکړی و او په دې برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په څو ورځو کې به افغانستان د روغتیايي موادو له کمبود سره مخ شي.

یاد سازمان د تیرې اګست میاشتې پر ۲۷ (زمري پنځمه) ویلي و چې په مزارشریف کې به د پاکستان په مرسته هوايي پل رامنځته کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې لومړنۍ مرسته کې د روغتونونو لپاره بېړني موادو او په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو لپاره درمل شامل دي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) لخوا د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه هم ورکړل شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اونۍ ویلي و چې ټاکل شوې راتلوونکې د ۲۵زره ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیايي کار کوونکو معاشونه د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې لخوا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG