د ستکهولم د سولې د نړیوال څیړنیز انستیتوت څیړنې ښيي چې په تیرو ۱۸ کلونو کې په نړۍ کې نظامي مصارف دوه برابره لوړ شوي دي.
ددې انستیتوت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ د نظامي لګښتونو کچه یو اعشاریه اتو تریلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.
په ۱۹۹۸ کې له نړیوالې جګړې وروسته نظامي لګښتونه ټیټ حد ته ورسیدل. خو وروسته په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ پيښه وشوه او هر څه بدل شول.
په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې مبارزې په پیل سره د امریکا او ددې هیواد متحدینو نظامي لګښتونه لوړ شول تر هغه چې د اوباما حکومت د نظامي بودیجې کمیدو ته اقدام وکړ. اوس نظامي لګښتونه بیا د لوړیدو په حال کې دي.
امریکا اوسمهال د نړۍ د نظامي لګښتونو څه باندې یو پر دریمه برخه لگوي. دا هیواد ۱۱ الوتکه لیږدونکې بیړۍ ، پیاوړو اټومي وسلې، نویې جنګي الوتکې او شاوخوا دوه اعشاریه یو میلیون ځواکونه لري.
چین اوس د نظامي لګښتونو په برخه کې د نړۍ دویم هیواد دی، په ۱۹۹۰ میلادي کال کې دې هیواد د نړۍ دوه سلنه نظامي بودیجه مصروفوله خو اوس ۱۴ سلنې ته لوړه شوېده.
چین په تیره لسیزه کې د الوتکو دوه لیږدونکي بیړۍ جوړي کړي او دریمه د رغیدو په حال کې ده. دې هیواد خپلې پرمختللې جنګي جیت الوتکي جوړي کړي او د پوځیانو شمیر یې څه باندې دوه اعشاریه پنځو میلیونو ته لوړ شوی دی.
د بیلګې په ډول، هند یوازې په دریو کلونو کې خپل نظامي مصارف څه باندې ۱۱ میلیاردو ډالرو ته رسولي دي چې اوس په درجه بندې کې څلورم دی.
که څه هم روسیه په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ په پنځو ډیرو مصرفونکو هیوادونو کې رانغله خو په ۲۰۰۸ کال کې پر جورجیا له تیري او په ۲۰۱۴ کال کې په خپله خاوره د اوکراین د یوې برخې تر یوځای کولو وروسته اوس د ناټو پام ورته دی.
د ناټو ۲۹ غړو هیوادونو په ۲۰۱۸ کال کې ۹۶۳ میلیارده ډالره ولګول چې د نړۍ د نظامي لګښتونو ۵۳ سلنه جوړوي.
ښايي دا رقم نور هم لوړ شي ځکه امریکا په دې هیوادونو فشار راوړي چې د خپل کورني سرانه عاید دوه سلنه پر دفاع ولګوي.
په داسې حال کې چې هیوادونه یوه ناوړه حالت ته تیاری نیسي، خو په دې هم خبر دي چې د دوی ترمنځ هر ډول احتمالي تقابل کولای شي ناورین رامنځ ته کړي.