د بشري حقونو څار سازمان یوه څېړونکې فرشته عباسي وايي، د طالبانو لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو خلاصول د طالبانو لپاره ستونزمن کار نه دی، بلکې په خبره یې د هغوی حکومت یې د خلاصولو اراده نلري.
د جنوبي اسیا په چارو کې د بشري حقونو څار سازمان دغه څېړونکي امریکا غږ ته وویل چې دغه سازمان د تیر یو کال راپدېخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو خلاصولو مسئله جدي تعقیب کړې ده.
هغې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت ته په اشارې وویل که هغوی ونه توانیږي چې په ښوونځيو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، پر شرایطو برابرې به په پوهنتونونو کې هم شاملې نشي. د نوموړې په خبره، په روان کال کې افغانستان له ۱۲ څخه فارغې شوي نجونې نلري چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتونونو کې شاملې شي.
نوموړې زیاته کړه: "هر کله چې د دغې موضوع په اړه غږ پورته شوی، سازمانونه او بېلابېل هیوادونه راغلي او په وار وار یې دا ویلي چې د افغانستان نجونې باید زده کړو ته د لاسرسي حق ولري، کوم ځواب چې له طالبانو څخه اخیستل شوی، دا دی چې هغوی وايي، د نجونو له زده کړو سره هیڅ مخالفت نلري، خو تر دا مهاله پالیسي نه ده جوړه شوې او تر دا مهاله چمتووالی نلري چې نجونې بیرته ښوونځيو ته لاړې شي."
وروسته تر هغه چې طالبان د تېر میلادي کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان بیا واکمن شول، د نجونو پر مخ د لیسو او متوسطه ښوونځيو دروازې یې تر امر ثاني پوري وتړلې چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه وپارول.
د بشري حقونو څار سازمان د دغه څېړونکي په باور د نجونو د ښوونځيو بیرته خلاصولو مسئله ډېره پېچلې نه ده، که چیري طالبان وغواړي سبا کولای شي د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
هغې وویل: "په تیرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو نقض دا ښي چې د بشري حقونو رعایت او د افغانستان د خلکو انساني او اساسي حقوقو په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو حقوقو رعایت ته هیڅ ژمنه نلري او تېر یو کال کې خلکو ته درواغ ویلي دي، د افغانستان د نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصولو په اړه اراده نسته."
د اغلې عباسي په وینا په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له لوږې مري، په خبره یې طالبانو یادې ستونزې ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای، د ښځو د حقوقو محدودولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغې له طالبانو څخه وغوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې پر خپلو لومړیتوبونو له سره غور وکړي او د نجونو پر مخ دي ښوونځي خلاص کړي.
د بشري حقوقو فعالان په دې نظر دي چې طالبانو د نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره د نجونو ښوونځي یرغمل کړي دي. په کابل کې یو فعال د نوم خپرېدو په شرط وویل طالب مشرانو په بهرنیو هیوادونو کې خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکړې، خو په کور دننه افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وویل چې د یوې طرحې تر بشپړیدو پورې به د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ټولګي همداسې تړلي پاتې شي.
خو د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ښوونځیو تړل موقتي دي.
ښاغلي ریان وویل: " ... د میکانیزم د ترتیب او برابرولو په برخه کې پرمختګ شوی دی اما یو نهايي حل ته لا نه دي رسیدلي اما هیڅ داسې حقیقت نه دی چې د اسلامي امارت په لوړه او ټیټه کچه دې څوک په شرعي لحاظ د نجونو د تعلیم مخالف وي."
بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.
یونیسف د دوشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې د دغه وضعیت دوام به «د افغانستان پر اقتصاد ورانونکی اغېز» وکړي. د یونیسف په خبره له زده کړو څخه د نجونو لیرې پاتې کول، د افغانستان د کلني ناخالصو کورنيو تولیداتو ۲.۵ سلنه لګښت لري.
په دغه راپور کې راغلي که چیري درې میلیون افغان نجونې وکولای شي خپلې منځنۍ زده کړې بشپړې کړي او په بازار کې ونډه واخلي، هغوی کولای شي چې د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵.۴ میلیون ډالر کمک ورسوي.