د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د عاشورا مراسم تر قوي امنیتي تدابېرو لاندې ترسره شول


ولسشمر غني وویل ترهګر غواړي افغانستان کې قومي تعصباتو ته لمن ووهي
ولسشمر غني وویل ترهګر غواړي افغانستان کې قومي تعصباتو ته لمن ووهي

نن د پنجشنبې ورځ (وږي ۲۹ مه) د محرم الحرم لسمه په کابل او ولایتونو کې د ماتم کوونکو له خوا د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

په کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنې له څو ورځو راهیسې د دغه ښار څېره بدله کړې، د دغو مراسمو لپاره په لارو کوڅو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او دامنیتي ځواکونو تر څنګ د تکیه خانو محافظین هم تلاشۍ او پلټنو ته ګومارل شوي، د عاشورا د لمانځنې سیمو او تکیه خانو ته تللې زیاتره لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

خو د دغو تدابیرو سربیره نن چې د عاشورا ورځ ده د کابل په ښار کې امنیتي ترتیبات نیول نور هم سخت شوي دي. جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د کابل په لودیځ کې د دشتي برچي سیمې یو جومات ته ورغلی وو.

جمهوررئیس غني د عاشورا د ورځې ماتم کوونکو ته په وینا کې د کابل په لودیځ کې په شیعه ګانو مذهبي ځایونو باندې بریدونه په ټول افغانستان بریدونه وبلل او ویې ویل، چې د شیعه او سني وینه یو رنګ لري.

ښاغلي غني وویل "زه نن هغه ځای ته راغلی یم، چې په کراتو د تهدید او خطر سره مخ وو، کوم خطر سره، چې تاسو مخامخ یاست زه یې هم قبلوم او بیا او بیا به یې قبول کړم".

جمهور رئیس غني وویل د اوس زمانې شمیران او یزیدان غواړي افغانستان په یوه بله کربلا بدل کړي.

ښاغلي غني وویل "تروریستان، چې په جوماتو او عبادت ځایونو، ښوونځیو، علمي مرکزونو او د خلکو د حق د غوښتلو پر غونډو بریدونه کوي په هر نوم او هره ادعا، چې ولرې د یزید او شمیر د لارې او طریقې پرته بله لاره نه لري".

جمهور رئیس غني وویل د افغانستان دښمنان غواړي د کابل پر لویدیځ بریدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.

جمهور رئیس غني دا ډول بریدونه یو ستر خطر وګڼه او له خلکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې امنیتي ارګانو سره همکاري وکړي.

جمهور رئیس د کابل د لودیځې سیمې اوسیدونکو څخه وغوښتل، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره یو استازی وټاکي، تر څو دی یېد دې سیمې د ستونزو په هوارولو کې د خپل ستر سلاکار په توګه وګماري.

جمهور رئیس غني د کابل د لودیځې خوا د امنیت په اړه هم وغږیده او ويې ویل، چې د دغه د پولیس په قومندانۍ کې د ښار د لودیځ لپاره د قومندانۍ په چوکاټ کې یو معاونیت هم جوړ شوی دی.

دې غونډې ته د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې جمهور رئیس غني د شیعه ګانو او سنیانو جمهور رئیس دی.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال د دشتي برچي سیمې ته د جمهور رئیس غني د ورتللو له امله له هغه مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان حکومت د شیعه ګانو او سنیانو او د ۳۴ ولایتونو د خلکو حکومت دی.

ښاغلي دانش وویل " په برچي کې ستاسو حضور د کابل د لودیځې خوا د خلکو سره ستاسو د همدردۍ نښه ده، هغه خلک، چې په دې وروستیو کې د تروریستانو د ناځوانمردانه بریدونو سره مخ وو او تراوسه یې به دې بریدونو کې سلګونه ځوانان له لاسه ورکړي دي".

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سربیره د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق هم دې غونډې ته وینا وکړه.

د عاشورا د ورځې لپاره د سختو امنیتي ترتیباتو سره سره د کابل په مرکزي او لودیخو برخو کې ماتم کوونکي لا هم د عاشورا پر مراسمو د احتمالي تروریستي بریدونو په اړه اندیښنې لري.

خو محمد حسین عظیميد کابل په لودیځ کې د یوې تکیې خانې مسئول امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پر دې سربیره چې خپله د سیمې خلکو په بشپړه ډول امنیت نیولی، امنیتي ځواکونه، اردو، پولیس او ملی امنیت ریاست کارکوونکي هم د امنیت په ټینګیدو کې ورسره مرسته کوي

ښاغلي عظیمي وویل " اوس خو له امنیتي پلوه کومه ستونزه نه لرو".

د کابل سربیره د عاشورا د ورځې د لمانځلو لپاره د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د روضې په جومات کې هم یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG