د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لوی درستیز کابل ته راغلی


د تیرکال د نوامبر په میاشت کې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه د ټاکل کیدو وروسته کابل ته د نن ورځې سفر د جنرال باجوه لومړی سفر دی.
د تیرکال د نوامبر په میاشت کې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه د ټاکل کیدو وروسته کابل ته د نن ورځې سفر د جنرال باجوه لومړی سفر دی.

افغان حکومت کې سرچینې وايي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه نن له غرمې وړاندې په رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

دا سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جنرال قمر باجوه به کابل کې د خپل دغه یو ورځیني رسمي سفر په ترڅ کې د جمهوررئیس غني سره هم په ارګ کې وګوري.

د سرچینې پر وینا، د دغې لیدنې پر مهال به د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي او د اجرائيه ریاست دوه مرستیالان هم حضور ولري.

لا تراوسه د افغان حکومت له مشرانو سره د پاکستان د پوځ د مشر د خبرو اجندا په ډاګه شوې نه ده، خو د شنبې په ورځ یوې پاکستانۍ سرچینې امریکا غږ ته ویلي وو، چې جنرال باجوه به کابل ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړخیزو امنیتي اړیکو د پراختیا او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د سرحد د مدیریت په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې کابل ته د جنرال باجوه سفر تائید کړ خو ویې ویل چې د پاکستان د پوځ مشر سره د افغانستان د دفاع په وزارت کې کومه غونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

جنرال وزیري د شنبې په ورځ هم خبریالانو سره په خبرو کې د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر تائید کړې وه، خو ویلي وو چې د پاکستاني پوځي مشرانو دا ډول سفرونه به هغه وخت ګټور وي، چې د دغسې سفرونو پروخت چې کومې ژمنې کیږي پرې عمل وشي.

جنرال وزیري وویل "دا ډول سفرونه ډیر ښه او ګټور دي، مونږ د جرګې، خبرو او تګ راتګ پرته ټولې ستونزې یوازې په جنګ نه شو هوارولی، که د پاکستان لوی درستیز افغانستان ته راځي، دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژمنې لاسلیک کیږي او بیا پرې عمل کیږي، هم د افغانستان او هم د پاکستان په ګټه دی".

جنرال وزیري هیله ښودلې چې دا سفر به ښې پایلې ولري.

د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ستراتیژۍ د اعلان وروسته دا افغانستان ته د پاکستان د یو لوړ پوړې چارواکي لومړی سفر دی.

همداشان د تیرکال د نوامبر په میاشت کې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه د ټاکل کیدو وروسته دا افغانستان ته د جنرال قمر باجوه لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG