د لاس رسي وړ اتصالات

جي۷ له روسیې وغوښتل چې د غلې دانې د صادراتو معامله وغځوي


په جرمني کې د جي۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
په جرمني کې د جي۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي مقام د جمعې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) په جرمني کې د خبرو پر مهال وویل، جي۷ له روسیې غواړي چې هغه تړون وغځوي چې له اوکراین څخه د غلو دانو امن لېږد ته اجازه ورکوي.

دغه امریکایي چارواکي وویل: " د تورې بحیرې د غلو د نوښت د غځولو په اړتیا باندې هرڅوک موافق دي."

د جي۷ بډایه هیوادو د بهرنیو چارو وزیران د جرمني په مونسټر ښار کې د دوه ورځو خبرو اترو لپاره راټول شوي چې د اوکراین جګړه یې د اجنډا په سر کې ده.

امریکایي چارواکي وویل چې د جي۷ هیوادونو ټولنه "د ملګرو ملتونو د هڅو ستاینه کوي چې روسیه قانع کړي چې د غلو تړون وغځوي".

له اوکراین څخه د غلو صادرات د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه بیا پیل شول چې روسیه د نړیوال فشار وروسته په نتیجه کې هغه تړون ته راستنه شوه چې د غلو دانو خوندي تیریدو ته اجازه ورکوي.

خو مسکو وویل چې دوی لاهم پریکړه نه ده کړې چې د غلو تړون دې د نومبر له ۱۹ اخوا وغځوي؛ کومه نیټه چې د تړون د نوي کولو لپاره په هغه معامله کې ذکر شوې چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د نړیوال خوراکي اضطراري حالت د مخنیوي لپاره رامینځته شوې.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، چین ته د سفر پر مهال هم د دغه تړون د غځولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شولتز نن د جمعې په ورځ نومبر څلورمه وویل: "لوږه باید د وسلې په توګه ونه کارول شي."

د جې۷ لوړ پوړو دپلوماټانو د پنجشنبې په ورځ روسیه تورنه کړه چې په سیستماتیک ډول یې په اوکراین کې ملکي بنسټونه ویجاړ کړي.

د متحده ایالاتو دغه چارواکي وویل: "دوی موافقه وکړه چې د جي۷ د همغږي یو ډول میکانیزم ته اړتیا ده چې د اوکراین سره د انرژۍ او اوبو زیربنا ترمیم، دفاع او بیا رغولو کې مرسته وکړي."

امریکایي چارواکي وویل، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا په دې غونډه کې ګډون وکړ او "په ملکي وګړو، انرژۍ او د اوبو په تاسیساتو باندې د ویجاړونکو بریدونو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل."

د جي۷ وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د اوکراین سره د ژمي د مرستې د یوې بستې د برابرولو ژمنه وکړه چې په کې جنراتورونه، بخارۍ، کانټینرونه، خیمې، بسترونه او کمپلې شاملې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل، روسیې د جګړې یوه نوې طریقه غوره کړې چې هڅه کوي خلک وږې شي، له تندې او یخنۍ له وجې مړه شي.

XS
SM
MD
LG