بریتانوي چارواکو د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومې لس) وویل چې هغه درې افغانان یې په بریتانیا کې نیولي، چې په بلجیم کې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې په غړيتوب تورن وو.
د بلجیم په انتورپ کې یوې محکمې تېره میاشت دا درې واړه او ۲۰ تنه نور د انسانانو د قاچاقو په تور په دوو او ۱۸ کالونو بند محکوم کړل. دوی په محکمې کې نه وو او محکمې په غیاب کې محکوم کړل.
له جرمونو سره د بریتانیا د مبارزې ملي ادارې ویلي دي دا درې کسان زیارمل خان، ذیشان او سیف الرحمن احمدزی نومېږي او ۲۴، ۲۰ او ۲۳ کلن دي. مقامات وايي چې دوی د ډسمبر د شپږمې او ۳۰ نېټو ترمنځ ورځو کې نیول شوي دي.
د بلجیم څارنوالانو ویلي دي چې دغو کسانو له افغانستان څخه انسانان ایران او ترکیې ته قاچاق کول او بیا یې له هغه ځای څخه اروپا او په خاص ډول فرانسې او بلجیم ته قاچاق کول. چارواکي وايي دا خلک په کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته انتقال کېدل.
دغه کسان تورن دي، چې په کوچنیو پناه غوښتونکو ماشومانو باندې یې جنسي تېري کړي، هغوی یې ځورولي او دا شېبې یې فلم کړي او ثبت کړي دي، چې له قربانیانو څخه باج واخلي.
د بلجیم د محکمې د پرېکړې په اساس احمدزی په لسو کالونو بند او دا دوه نورې په دریو-دریو کالونو بند او ۳۰۰۰ یورو نقدي جریمې محکوم شوي دي.
له جرمونو سره د بریتانیا د مبارزې ملي ادارې مرستیال کریګ ترنر وویل که دا درې کسان د یوې شبکې غړي وو، چې «د زیانمنو له بد وضعیت څخه یې ناوړه ګټه» اخیسته او «په هغوی باندې یې جنسي تېري» کول.
دغې ادارې ویلي دي، چې ټاکل شوې دا درې کسان بلجیم ته واستول شي او د استولو ترتیبات یې نیول شوي دي.
د بریتانیا د رسمي شمېرو په اساس، په روان میلادي کال کې ۳۷۱۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر په ناقانونه توګه د مانش کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي دي. په تېر یو کال کې حد اقل ۷۶ پناه غوښتونکي په دغې لارې کې مړه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه