د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ته په لار د افغان او نورو پناه غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوې او څلور تنه مړه دي


تیر کال د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو د پېښو ترټولو خونړی کال ښودل شوی.
تیر کال د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو د پېښو ترټولو خونړی کال ښودل شوی.

فرانسوي چارواکو ویلي د کډوالو دوې کښۍ چې بریتانیا ته یې د تللو هڅه کوله، اوښتي او په کې د یو دوه کلن ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رتایو د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د شنبې د ورځې دا پیښې "ناوړه غمیزه" بللې ده.

رتایو په ایکس شبکه کې لیکلي: "په یوې کښتۍ کې یو دوه کلن ماشوم د پښو لاندې شوی او مړه شوي. د قاچاقبرانو لاسونه ددغو کسانو په وینو ککړ دي."

رتایو خبرداری کړې چې د فرانسې حکومت به "د هغه مافیا ډلو په خلاف مبارزه سخته کړي چې [بریتانیا ته د کډوالو د کښتیو] له خطرناکو اوښتو څخه ګټه پورته کوي."

تیر کال د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو د پېښو ترټولو خونړی کال ښودل شوی. تېره میاشت په دغو اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ماتېدو له کبله ۱۲ کډوال مړه شول او له هغه دوې اونۍ وروسته په ورته بله پېښه کې اته نور کډول مړه شول.

د کالې بندر مشر جاک بیلنت خبریالانو ته ویلي چې ژغورونکو د دوه کلن ماشوم مړی د شنبې په سهار د هغو کډوالو په کښتۍ کې وموند چې د مرستې غوښتنه یې کړې وه.

هغه ویلي چې په پېښه کې ۱۴ نور کډوال د ژغورنې په کښتۍ کې بیرته فرانسې ته وړل شوي او یو ۱۷ کلن ټپي شوی کس د بولون سور میر په بندري ښار کې روغتون ته لیږدول شوی دی.

بیلنت وویل، د کډوالو په کښتۍ کې سپرو نورو کسانو د ژغورنې د کارکوونکو مرسته رد کړې او د بریتانیا په لور یې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې د کډوالو په یوه بله وړه کښتۍ کې، چې له ۸۰ زیات کسان په کې سپاره وو، د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه موندل شوي او ګڼ شمېر نور چې اوبو ته لوېدلي وو، ژغورل شوي دي.

چارواکو ویلي چې په دغو کډوالو کې د افغانانو برسېره د ایران، عراق، کویټ، مصر، لیبیا او څو نورو افریقايي هېوادونو اتباع شامل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG