د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په څو کلیو کې اور لګېدو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د اروپا د ځنګلونو د اور وژنې د معلوماتو سیستم د معلوماتو له مخې، په ترکیې کې سږ کال تر اوسه ۷۴ ځنګلي اورونه لګېدلي.
د اروپا د ځنګلونو د اور وژنې د معلوماتو سیستم د معلوماتو له مخې، په ترکیې کې سږ کال تر اوسه ۷۴ ځنګلي اورونه لګېدلي.

د ترکیې مقاماتو د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) ددغه هېواد د جنوب ختیځې کرد میشتې سیمې په څو کلیو کې د اور لګېدو له کبله د لږ تر لږه پنځو تنو د مړینې او لسګونو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی دی.

ځايي اوسېدونکو ویلي، په اورلګېدنه کې سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي. په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د شپې مهال په پراخه سیمه کې اورونه بل شوي دي.

تر سهاره په دغو اورونو کې د دیاربکر او ماردین ولایتونو ځینې سیمې په ایرو بدلې شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فرحتین کوکا په ایکس شبکه کې په خپل حساب کې لیکلي: "پنځه کسان مړه او ۵۵ ټپیان شوي چې د لسو حالت د اندېښنې وړ دی."

هغه وویل، اوه بېړنۍ ډلې او ۳۵ امبولانسونه د پېښې ځای ته لیږل شوي دي.

په دغو اورونو کې د دیاربکر او ماردین ولایتونو ځینې ځمکې په ایرو بدلې شوي دي
په دغو اورونو کې د دیاربکر او ماردین ولایتونو ځینې ځمکې په ایرو بدلې شوي دي

د ترکیې کرد پلوه "د خلکو برابرۍ او دموکراسۍ" ګوند د تلفات شمیر زیات ښودلی دی. دې ګوند د ایکس په شبکه کې لیکلي چې اوه تنه مړه شوي او د حکومت اقدامات یې "ناوخته او ناکافي" بللي دي.

د شپې په جریان کې، د "خلکو برابرۍ او دموکراسۍ" ګوند له حکومت څخه وغوښتل چې د اوبو شیندونکې الوتکې سیمې ته واستوي، او د ځمکې له لارې د اور وژنې هڅې یې "ناکافي" وبللې.

د دیاربکر ولایت په کوکسلان کلي کې د فرانس پرس خبریالانو نږدې ۱۰۰ مړه شوي څاروي لیدلي چې پر ځمکه پراته دي.

ځايي اوسیدونکو فرانس پرس ته وویل چې د دوی شاوخوا ۱۰۰۰ پسونه او وزې په اور کې له منځه تللي دي.

یو سیمه ایز د څارویو ډاکټر تائید کړه چې د خلکو نیمايي رمې له منځه تللي او ډیرو نورو سوځېدلو څارویو درملنه کیږي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل اور د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولګېدل او د قوي بادونو له امله په چټکۍ سره پنځو کليو ته خپاره شول.

د عدلیې وزیر یلماز تونک په ایکس شبکه کې لیکلي چې لویې څارنوالۍ د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

د اروپا د ځنګلونو د اور وژنې د معلوماتو سیستم (EFFIS) د معلوماتو له مخې، په ترکیې کې سږ کال تر اوسه ۷۴ ځنګلي اورونه لګېدلي چې شاوخوا ۱۲۹۱۰ هکتاره ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې، ترکیه د خپل تاریخ ترټولو بد ځنګلي اور سره مخ شوه چې د مدیترانې په ساحل کې یې د ځنګل ډیره برخه وسوځوله او لږ تر لږه نهه کسان پکې مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG