د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د راکټ لګېدو پنځه ملکي وګړي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

امنیتي چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې پر یو فلانکوچ موټر د راکټ لګېدو او ډزو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګ امنیه قومندان سمنوال مصطفی مایار نن جمعه اګست شپږمه (زمري ۱۴) چې یاد کسان له بامیان ولایت څخه کابل ته په لار و چې د دوهم نمبر لارې په اوږدو کې له برید سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تیره شپه له درنو وسلو څخه په استفادې په دغه موټر برید کړی دی.

هغه وویل: " طالبانو د مسافرینو یو فلانکوچ موټر چې له بامیان څخه کابل ته مسافر پکې و د میدان ښار مرکز اړوند چهار بند سیمه کې په درنو وسلو هدف ګرځولی دی، د یو ماشوم او ښځو په ګډون پنځه ملکیان پکې وژل شوي او درې ټپیان شوي دي."

که څه هم د میدان وردګ امنیتي چارواکي د دغه برید مسؤلیت په وسله والو طالبانو اچوي، خو وسله والو طالبانو بیا د دغه برید مسؤلیت په افغان امنیتي ځواکونو اچولی دی.

چارواکي وايي چې دغه پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.

په همدې مهال د میدان وردګ د ولایتي شورا یو غړی محمد سردار بختیاري وايي، په تیرو ۲۰ ورځو کې د کابل ـ بامیان دوهم نمبر لارې په اوږدو کې د طالبانو بریدونو او ماین چاودنو له امله څه باندې ۱۵ مسافر وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۳۲۱ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوشتې چې نسبت تیر کال ته ۸۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG