چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ په تازه نښتو او هوایي ببماریو کې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۴۴ نورټپیان شوي دي.
نږدې یوه اونۍ وړاندې د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د اسلامي دولت د ډلې یا د داعش د وسله والو له خوا د ډله ایزو بریدونو وروسته په دغه سیمه کې امنیتي حالات ټکني شوي دي.
دمخه د ننګرهار سیمه ایزو چارواکو ویلي وو چې د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالو مشرۍ د سعد امارتي په نوم د دغې ډلې یو وسله وال کوي.
ددغو بریدونو وروسته افغان امنیتي ځواوکونو د دغې ډلې د وسله والو څخه د کوټ د ولسوالۍ د پاکولو لپاره د " شاهین ۱۳ " په نوم عملیات پیل کړي چې لا روان دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ستراتیژیکي اړیکو امر ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کوټ په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د داعش ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۴۴ نورټپیان شوي دي.
ډګرمن فقیري په تازه نښتو کې د یو افغان سرتیري ټپي کیدل تائید کړل او ویې ویل چې په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.
د افغان پوځ دغه چارواکی وایي، په تازه عملیاتو کې افغان ځواکونو داعش وسله وال د کوټ له څلوېښت کلو شړلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي هم امریکا غږ ته وویل چې دا عملیات یې د سی پای،خوړګي او جنجال غوندۍ لویو کلیو او درو کې تر سره کړي دي.
خوږیاڼی وایي په شویو عملیاتو کې د داعش ډلې یو شمېر مرکزونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه د داعش ډلې د کوټ د عملیاتو او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې اوسېدونکي وایي د حکومت پیل شوي عملیات بریالي روان دي او حکومتي ځواکونو د داعش له ډلې هغه پوستی نیولي چې دغې ډلې له محلي پولیسو نیولې وې.
په کوټ کې د روانې جګړې او عملیاتو کابو یوه اونۍ په پوره کېدو ده چې په ترڅ کې یې حکومت له دوه سوو ډېرو داعشیانو د وژنې دعوه کړې.
په دغه جګړه کې افعان ځواکونو د خپلو دولسو سرتېرو د وژنې او اتلسو ټپي کېدل منلي دي.
په جګړه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او ګڼ کورونه د داعش ډلې وسله والو سوزولي دي.