د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ډېرې ګرمۍ له کبله د میلیونونو زده کوونکو په مخ ښوونځي تړل کېږي


د پاکستان حکومت د شدیدې ګرمۍ له کبله په موقت ډول ښوونځي تړي چې کوچني زده کوونکي له ګرمۍ څخه په امان وي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (جوزا درېیمه) وویل چې د روانې میاشتې د ۲۵ نېټې څخه نیولې تر ۳۱ نېټې پورې د حد اقل ۲۶ میلیون ماشومانو ښوونځي تړي. دا د پاکستان د ښوونځیو د ټولو زده کوونکو ۵۲ فیصده کېږي.

د پنجاب ایالت د پوهنې وزارت ویلي‌ دي چې د ګرمۍ او حرارت درجې د لوړېدو له کبله به ټول حکومتي‌ او خصوصي ښوونځي تړلي وي، خو ازموینې به د اعلان شوي‌ مهالوېش په اساس اخیستل کېږي.

د پاکستان په ځینو ښارونو کې ډاکټرانو ویلي دي چې د ګرمۍ ځپلیو سلګونو کسانو درملنه یې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې د ګرم موسم له کبله په پاکستان کې ښوونځي تړل کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د اقلیم د بدلون له کبله سخت باروانونه وشول او سیلابونه ووتل چې ۳۳ میلیون کسان یې زیانمن او د زده کړو بهیر یې ودروه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیالې روبینا خورشید په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان د اقلیم بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې پنځم دی او په خبره یې دا شدید بارانونه او سیلابونه هم د اقلیم بدلون له کبله دي.

نوموړې وویل د پنجاب او سیند ایالتونو کې به ۲۶ سیمې د ګرمۍ دا څپه تجربه کوي‌ او یوه اوونۍ به روانه وي. هغې له پاکستانیانو وغوښتل چې د ګرمۍ په دغې سختې څپې کې له لمر څخه ځانونه وساتي او کافي‌ اوبه وڅښي.

په پاکستان کې مقاماتو ویلي دي چې د اقلیم بدلون له کبله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د ساتیګراد په حساب تودوخه ۵۰ درجې ته رسېدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG