د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر امنیتي چارواکو او خبریالانو چاودنه شوې


په هلمند کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د هلمند د سرحدي لوا قوماندان وژل شوی او د یوه افغان خبریال په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د پوليسو ویاند دوهم څارمن محمد زمان همدرد د شنبې په ورځ د نومبر پر ۳۰مه«لېندۍ۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې د هلمند د سرحدي لوا قوماندان برید جنرال ظاهر ګل مقبل په نننۍ ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

همدرد وويل، چې د مارجې ولسوالۍ په پوځي عملیاتو کې مقبل کلیدي رول در لود او کله چې، نن سهار له لښکرګاه څخه یادې ولسوالۍ ته د تګ په حال کې وو د سپرلی پر حاموي موټر يې چاودنه وشول او تر ژورو ټپونو وروسته يې روغتون د انتقال پر وخت پر لار کې سا ور کړې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم امریکا ته وويل چې د پېښې له ځایه د شمشاد ټلوېزیون د خبریال سردار محمد سروري په ګډون درې تنه ټپیان په لښکرګاه کې د بیړنیو طبي مرستو د رسولو روغتون یا ایمرجنسي ته انتقال شوي دي.

ځواک وويل:"په مارجه ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو د پای ته رسیدو په مناسبت کومه غونډه وه چې ټاکل شوې وه خبریالان هم هلته د خبري پوښښ لپاره ولاړ شي خو نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د جرنامو په سیمه کې د سرحدي قواوو پر یوه حاموي موټر چې خبریالان هم پکښې سپاره وو چاودنه شوې یو خبریال او ۲ تنه نور چې لايې هم هویت تر اوسه موږ ته نه دی معلوم ټپیان دي او روغتون ته را وړل شوي، خو په پېښه کې ځيني کسان وژل شوي هم دي."

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښې د جزئیاتو په اړه امریکا غږ ته وويل، چې بشپړه معلومات به وروسته د رسنیو په واک کې ور کړي.

په هلمند کې تر دې وړاندي هم د دندي پر مهال خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تر دې دوه کاله وړاندې د اریانا ټلوېزیون خبریال نعمت الله زهیر هم د سړک د غاړې په ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن نثار احمد احمدي ټپي شوی وو.

د شمشاد تلویزیون د ټپي خبریال سردار محمد سروري د روغتیا يې حالت په اړه د هلمند د ژورنالیستانو ټولنه وايي، چې هغه له جدي روغتیايي حالت څخه را وتلی او اوس په روغتون کې تر درملنه لاندې دی.

د دغه چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG