د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې نن غرمه دوه بجې د روداتو ولسوالۍ په حصارک جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور زخمیان دي.
د والي ویاند عطآ الله خوږیاڼی وايي چې چاودېدونکي توکي د جومات په مهراب کې ځای پر ځای شوي وو او د ملا امام د سجدې پر وخت يې چاودنه کړې ده.
خوږیاڼی زیاتوي،چې په وژل شویو کسانو کې د جومات ملا امام هم وژل شوی دی .
هغه زیاتوي چې دېرش ټپیان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته رسول شوي او ممکن د وژل شویو او ټپیانو شمېره نوره هم زیاته شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي دوی ته څلور مړي تر دېرشو ډېر زخمیان ور وړل شوي چې د ځینو پکې روغتیايي حالت نازک دی.
د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو شمېره له ښوول شوې شمیر ډېره ده .
دا د روژې د میاشتې د پیل راهیسې په افغانستان کې په یو جومات کې لومړۍ چادونه ده چې زیات شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
همدا نن ولسمشر غني د روزې د میاشتې د لومړۍ جمعې په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو غوشتي دي چې د روزې پ میاشت کې له جګړو لاس واخلي.
تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.