د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او اېټالېې په سوونو کډوال له ډوبېدو نه وژغورل


یوشمیر نارینه کډوال په سمندرکې له ژغورل کېدلو نه وروسته، د بیړۍ په غولي کې منتظر ولاړ دي. د جون شپاړسمه ٢٠١٧ م کال
یوشمیر نارینه کډوال په سمندرکې له ژغورل کېدلو نه وروسته، د بیړۍ په غولي کې منتظر ولاړ دي. د جون شپاړسمه ٢٠١٧ م کال

اېټالیا سږکال ټول ټال څلور پنځوس تنه قاچاقبران نیولي او پولیسو د جنوبې فرانسی برید ته نیژدې د کډوالو مظاهره چیانو مخه ونیوله.

د جرمنی د بشري خواخوږۍ د سمندري څار ډلې د دوشنبی په ورځ وویل دوی یوه ورځ مخکې د لیبیا د ساحل نه لېرې په سونو کډوال ژغورلې دي. هغوی په کوچنیو بېړیوکې اروپاتهد سفرهڅه کوله.

د سمندري څار ډلې ویډیو د یکشنبې په ورځ د جون په ٢٥-مه سهار مهال وختي داڅرگندوي چې په گڼ شمېر ژغورل شویو کډوالو کې اولس ماشومان او ٢٦ ښځی او ٣١١ نارینه شامل دي.

سمندري څار په سوونو کډوال وژغورل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

په اولس مېرمنو کې څلور مېرمنې امیدوارې دي او یوکوچني ماشوم ته په بوتل کې شېدې ورکول کېدلې. یوبل کوچنی ماشوم چې یوکلن به و له خپلو مورسره غلې په یوه کونج کې ناست و.

د جرمنی دبشري خواخوږ ۍ د سمندري څار اداره په مالتا کې د یوې غېر حکومتي ادارې له قوله وايي چې دېکشنبی په ورځ له لیبیا نه د کډوالو دیر ش کوچنیو بیړیو د جون په ٢٥مه حرکت کړی و، ښايی ددې لپاره چې روژه پایته رسیدلې نو دوی خپل سفر پیل کاندی.

په همدې اونۍ کې په بروکسل کې د اروپايی ټولنی د مشرانو په غونډه کې د ډیرو مسایلو ترڅنگ په دې هم بحث وشو چې اروپاته د لس گونو زرو کډوالو د بحران ستونزې څنگه اوارې کړي.

په همدې ترڅ کې د کډوالو اروپايي کمیسیون د چک جمهوریت، هنگري اوپولنډ خلاف قانوني اقدامات وکړل، ځکه هغوی په دې کې پاتې راغلل چې دهغه قانوني پلان له مخې دخپلې برخې د کډوالو غم وخوري چې په ٢٠١٥ کېموافقه پرې شوې وه.

دیمیتریس اورام پولوس د کډوالو اروپايي کمشنر پردې سر بېره وویل چی زموږ طرزفکر او فلسفه داده چې ترهگر له کډوالو نه جلا کړو.

د کډوالو اروپايي کمشنر دیمیتریس اورام پولوس وویل: زموږ وړاندیز دادی چی ترهگران له کډوالو سره یوشان ونه گڼل شي. په اروپا کې دترهگرو له خوانه زیاتره بریدونه هغو کسانو کړي دي چی همدلته را لوی شویدي. داهغه مسله چې پکارده موږ ېې په ډېراحتیاط چاره وکړو.

د کډوالو اروپايي کمشنر وویل د کډوالو بارته په گډه داوږې ورکولو پریکړې له مخې پکار ده موږ ١٦٠ زره کډوال په اروپايي هېوادونو کې سره شریک کړو.

ژان کلار پنکر د اروپايي کمیسیون رئیس وویل موږ دامریکا د لگښت په نیمايی مصرف کوو او موثریت ېې پنځلس فیصده دی. نو په دې برخه کې سمون ته اړتیاشته په همدې خاطرمو نن پریکړله وکړله.

له بل پلوه تقریبا څلور سوهکډوالو هڅه وکړله چېدایتالېې د وینټي مگلیا نومې ښارگوټي نه ولاړشي. هغوی په دې اعتراض کاوه چې دپولیسو په توقیف کې نور په تنگ شوي دي.

یوه کډوال وویل دوی فرانسی ته ځې نه اېټالیی ته! په دې څلورسوو افریقايی کډوالو کې زیاتره د سوډان دی.

د ایتالېې د وینټي مگلیا سیمه د جنوبی فرانسی نه تقریبا ١٢ کیلومتره لېرې پرته ده. پولیسو پر هغوی اوښکي بهوونکی گاز ا ستعمال کړل چی داعتراض کوونکیو مخه ونیسي.

یوه مسافره په لاره تېریږي خو یوه افغانه کډواله خپل ماشوم ته شېدې ورکوي.
یوه مسافره په لاره تېریږي خو یوه افغانه کډواله خپل ماشوم ته شېدې ورکوي.

له بل پلوه، د ایتالېې پولیسو د ٢٦٧ ژغورل شویو کډوالو په منځ کې درې تنهقاچاقبران نیولی دی. پولیس وايي چې یوشمېر عینی شاهدانو وویل چی په دې بېړۍ کې دری مشکوکو قاچاقبرانو دلرگي په یوه کوچنی بېړۍ کې هڅه وکړله چی د لیبیا له ساحل نه ایټالیا ته ورسیږي.

هغه کډوال چې ژغورل شوي دي د هغوی هویت بهتشخیص شی او بیاپه ایټالیا کې د کډوالونورو مرکزونو ته ولیږل شی.

د ایټالیې پولیس وايی سږکال ېې تراوسه پورې ٥۴ مشکوک قاچاقبران د رگوسا په ایالت کې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG