د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د افغانستان د جمهوریت د ارزښتونو ملاتړ کوو


اروپايي اتحادیه وایي په افغانستان کې بندیانو ازادیدل یو ښه فرصت دی چې طالبان د سولې مذاکراتو ته مخه کړي.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفر پیري می آډون امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که څه هم دا ټولنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې او اوس د بندیانو په ازادولو کې مستقیم رول نلري، خو د افغانستان د امن کیدو لپاره له هرې سوله ایزې پروسې ملاتړ کوي.

ښاغلي مي اډون زیاته کړه دوی د افغانستان د حکومت په مشرۍ اقدماتو سره همکاري کوي.

نوموړي د لومړي ځل لپاره کابل ته د طالبانو د درې کسیز هئیت راتګ او له حکومت سره خبري هم یو ښه ګام وباله.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دغه جګپوړي چارواکي د ځینو جنګي مجرمینو په اړه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون اندیښنه پرځای وګڼله.

هغه وویل د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو موضوع باید په اجنډا کې شامله وي او دا هغه مسله ده چې له نژدې څارنه غواړي.

د اروپايي ټولنې دې استازي هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتو له امله رامنځ ته شوی جنجال د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې په یو سیاسي تفاهم سره پای ته ورسیږي او د جمهوریت اصول وساتل شي.

د اروپايي ټولنې له استازي سره بشپړه مرکه لاندې کتلی شئ:

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:27 0:00

XS
SM
MD
LG