د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما افغان سیاستوالو ته: خپل اختلافات په خبرو حل کړئ


د یوناما مرستیالې انګریډ هایډن وویل چې افغانان باید خپلې ستونزې په سوله ایز ډول حل کاندي
د یوناما مرستیالې انګریډ هایډن وویل چې افغانان باید خپلې ستونزې په سوله ایز ډول حل کاندي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د ځانګړي استازي دفتر له ټولو افغان سیاسي ډلو ټپلو غوښتي چې خپل اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.

د یوناما مرستیالې انګریډ هایډن د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري۱۲) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د سیاسي‌ او امنیتي حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړې په خپلو خبرو په افغانستان کې د انتخاباتي لانجو، د جمهور رئیس محمد اشرف غني‌ او پخواني اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله له لوري د لوړې د ګډو مراسمو، طالبانو سره د سولې د خبرو، کروناویروس سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.

هغې په ټولو افغان سیاسي ډلو غږ وکړ چې ګډ کار وکړي او د افغانستان د خلکو لپاره دې خپل سیاسي اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.

مېرمن هایډن وویل: "اوس د بې اتفاقۍ وخت نه دی. اوس د سیاست، درک او شمولیت وخت دی. د افغانانو ګټې- د ښځو ځوانانو د حقونو په ګډون- باید تر هر څه مخکې وي."

نوموړې همدغه راز وویل چې نړۍ د کرونا سره په مبارزه کې په خپلو خولو کې ډوبه ده او افغانستان ته ښايي چې باید د نړیوالو سرچینو د جذب کولو لپاره غوره دلیل ولري.

هغې وویل چې د افغانستان د اسلامي‌جمهوریت لپاره لویه پوښتنه دا ده چې ایا مشران یې د یو دایمي سولې د ترلاسه کولو په خاطر له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپلو کې سره یو ځای کېدای شي کنه؟

د یوناما مرستیاله داسې مهال له افغان سیاستوالو غواړي چې اختلافات په خبرو حل کړي چې لا هم د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ترمنځ شته ستونزې حل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG