د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې په سره سمندرګي کې د بیړیو د تګ راتګ د امنیت ماموریت پیل کړ


د جرمني‌ دا بیړۍ په سره سمندرګي کې د "اسپیډیس" په نوم د بیړیو د امنیت ساتنې له ماموریت سره مرسته کوي.
د جرمني‌ دا بیړۍ په سره سمندرګي کې د "اسپیډیس" په نوم د بیړیو د امنیت ساتنې له ماموریت سره مرسته کوي.

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۹ (سلواغې ۳۰) په رسمي ډول په سره سمندرګي کې د نړیوالو بیړیو د تګ راتګ د امنیت سره د مرستې ماموریت پیل کړ.

د اروپايي اتحادیې رئیسې اورسلا فون ډر لاین نن ددغه ماموریت پیل اعلان کړ چې موخه یې د حوثي وسله والو له بریدونو څخه د بیړیو ژغورل ښودل کېږي.

فون ډر لاین د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپور کړي پیغام کې وویل: "اروپا به په سره سمندرګي کې ازاد تګ راتګ یقیني کړي او په دې برخه کې به له نړیوالو همکارانو سره کار وکړي."

حوثيان چې د یمن پر ډیره برخه واکمن دي، د نومبر راهیسې په سره سمندرګي کې، چې د نړیوالو بیړیو د تګ راتګ مهمه لار بلل کیږي، پر بیړیو بریدونه کوي. حوثي وسله والو د خپلو بریدونو موخه په غزه کې د اسرائیل او حماس سره په جګړه کې له فلسطینیانو سره پیوستون ښودلی دی.

د اروپايي اتحادیې چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د "اسپیډیس"، چې په یوناني ژبه کې د سپر مانا لري، ماموریت به په "څو اونیو" کې پیل شي او لږ تر لږه څلور سترې امنیتي بیړۍ به په کې برخه ولري.

چارواکو ویلي چې یونان به ددغه ماموریت عمومي مشري کوي او ایټالوي افسر به په سیمه کې عملیات کنترولوي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، ددغه ماموریت پیل تائید کړ او دا یې "د ګډې اروپا دفاع لپاره یو مهم ګام" وباله.

تر دې دمه فرانسې ، جرمني ، ایټالیا او بلجیم ویلي چې دوی پلان لري د کښتیو د امنیت ساتنې له دې ماموریت سره به مرسته وکړي.

اروپايي اتحادیه وايي، ددې ماموریت موده د اوس دپاره یو کال ټاکل شوې، او په سره سمندر کې د ملکي کښتیو په ساتنه پورې محدود دی او دا چې هیڅ برید به "د یمن په خاوره" نه ترسره کیږي.

متحده ایالات چې په سیمه کې سمندري ځواکونه لري، له وړاندې له بریتانیا سره په ګډه په یمن کې پر حوثي یاغیانو بریدونه ترسره کړي دي.

د اروپايي اتحادیې یو چارواکي وویل چې په سیمه کې د متحده ایالاتو او نورو ځواکونو سره د عملیاتو همغږي کولو لپاره به د پوځي چارواکو تر منځ تماسونه دوام ولري.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ هیوادونو په وروستیو اونیو کې وروسته له هغه ددې سمندري ماموریت په اړه موافقه وکړه چې دوی اندیښنه وښودله چې د حوثیانو بریدونه د دوی اقتصاد ته زیان رسوي او انفلاسیون ته وده ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG