د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ۲۲ میلیون یورو مرسته کوي


د اروپايي ټولنې د دفتر شارژدافیرې افغانستان سره د تازه مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان په بې وزلۍ کې راګیر شوي ښځې په غیر متناسب ډول دا پیټی پر خپلو اوږو وړي.
د اروپايي ټولنې د دفتر شارژدافیرې افغانستان سره د تازه مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان په بې وزلۍ کې راګیر شوي ښځې په غیر متناسب ډول دا پیټی پر خپلو اوږو وړي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د تلپاتې او پراخه اقتصادي ودې او پر بشري مرستو باندې د خلکو د اتکا د کمولو لپاره له دغه هیواد سره د ۲۲ میلیونو یورو ( څه باندې ۲۳ میلیونه ډالره) نوې مرسته اعلان کړه.

ټاکل شوې چې دا مرستې د اغا خان د بنسټ او کلتوري خدمتونو د ادارې له لارې مصرف شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶( لیندۍ ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو پیسو ۱۹.۸ میلیونه یورو به د اغاخان د بنسټ او د اغا خان د کلتوري خدمتونو له لارې د اقتصادي انعطاف، د ښځو اقتصادي ځواکمنیدو او په افغاسنتان کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کیدو په پروګرامونو ولګول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: " د ۲۲ میلیونو یورو په مجموعي ارزښت ددې پروژې هدف په داسې حال کې چې په اوږده موده کې اقتصادي ثبات، شمولیت او انعطاف رامنځ ته کول دي، په بیړني ډول د افغانستان د ټولنې اړتیاو ته د حل لارې لټول دي."

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د دفتر شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهر ددې تازه مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان په بې وزلۍ کې راګیر شوي ښځې په غیر متناسب ډول دا پیټی پر خپلو اوږو وړي.

ورونیکا بوسکوویچ پوهر ویلي: " دا نوښت د ټولشموله او تلپاتې اقتصادي ودې څخه ملاتړ کوي، ټولنو سره پرځان باندې په اتکا رامنځ ته کولو کې مرسته کوي. د کاري فرصتونو ،عوایدو او تولیداتو په زیاتولو سره په ځانګړي ډول د ښځو او د ځوانانو، ستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او بزګرانو لپاره چې د کوکنارو د کښت د بندیدو څخه زیانمن شوي په ګډون د نورو زیانمنوونکو ډلو لپاره د انعطاف لرونکي بدلیل معشیت د ودې سبب به شي."

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د دفتر شارژدافیرې ویلي چې همداشان ددې مرستو د برابرولو پرمهال په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو کمیدل هم په پام کې نیول شوي او داسې ځیرکې ټکنالوژۍ معرفي شوي چې ټولنو سره د شتو اقلیمي ټکانونو په مهال مرسته کولای شي.

همداشان د اروپايي ټولنې دغې چارواکې ویلي چې ددې سربیره اروپايي ټولنه مالي ملاتړ ترلاسه کولو ته لاس رسي اهمیت ته په کتنې ددغه نوښت له لارې د ټولنې د سپما کولو د ګروپونو له لارې خپل ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

په افغانستان کې د اغا خان بنسټ اود اغا خان د کلتوري خدمتونو اجرائیوي رئیس ډاکټر نجم الدین نجم ویلي چې دا نوې مرسته به د اغا خان د ادارو او اروپايي ټولنې ترمنځ همکاري لا پراخه کړي.

هغه ویلي: " دا همکاري د ټولنې ډیرو اړمنو کسانو لپاره د اقتصادي خیر ښیګڼې اود بدلیل معشیت د فرصتونو انکشاف ته په پاملرنې د افغانانو څخه د ښځو او ځوانانو په ګډون د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې او اغا خان د شبکو ترمنځ ګډه ژمنه څرګندوي."

نجم الدین نجم ویلي چې دا نوښت به د سیمه ییز اقتصاد ته په لومړیتوب اود کرهڼې تولیداتو ته په ودې ورکولو سره د اقلیم د بدلون څخه رامخې ته کیدونکو ټکانونو په برخه کې د انعطاف رامنځ ته کیدو مرسته وکړي.

همداشان په افغانستان کې د اغاخان د خدمتونو د ادارو دغه چارواکي ویلي چې د اروپايي ټولنې دا مرسته به د افغانستان د کلتوري او تاریخي ابداتو په برخه کې د ځوانانو مهارتونو ته د ودې په ورکولو کې هم مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې دا پروژه به د شاوخوا ۳۶ راتلوونکو میاشتو په موده کې پلي شي، چې د اټکل له مخې به ۳۴ زره ۲۰۰ کورنۍ په مخامخ ډول او ۲۹۲ زره او ۵۴۴ نور کسان په غیر مستقیم ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.

ددې پروژې له مخې به حرفوي او ډیجیټل مهارتونو مسلکي روزنې پروګرامونه چې د کاري فرصتونو سره سمون ولري په لاره واچول شي، چې د سیمه ییز اقتصاد د پراختیا او د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او کاري فرصتونو رامنځ ته کولو سره به مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې له خوا په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تمه کیږي ددې پروګرام څخه به ۲۶ زره او ۷۹۳ تنه ښځې مخامخ او ۱۴۶ زره او ۲۷۲ نورې ښځې په غیر مستقیم ډول لکه د لبنیاتو د تولید د نوښتونو له لارې ګټه واخلي.

همداشان په دې پروژه کې د ښځو د خیاطۍ او د کاروبار د پراختیا په برخو کې د ښځو روزنه هم په پام کې نیول شوې ده. په دې پروژه کې ۹۲۰ فارمونو څخه ملاتړ او هم د ۳۰۰ شنو خونو د تاسیس له لارې په سیمه ییزه کچه د خوړو خوندیتوب لپاره ملاتړ هم په پام کې نیول شوی دی.

اروپايي ټولنې د اغا خان بنسټ او د اغاخان د کلتوري خدمتونو د ادارې سره د ښځو د اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره دا پروګرام په داسې حال کې په پام کې نیولی چې طالبانود ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې د کور څخه بهر د ښځو په کار بندیز لګولی، چې له امله یې په زرګونو ښخو چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کاوه بې کاره شوي او پر کور ناستې دي.

طالبان د ۲۰۲۲ کالد ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیردولتي موسسو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د یو آټکل له مخې د ښځو پر کار د طالبانو دا بندیز هر کال افغانستان ته تر یو میلیارد ډالرو پورې دغه هیواد ته زیان رسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG