افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د افغان میرمنو د یوې ډلې سره د کتنې وروسته ویلي، چې د ښځو د حقونو د ساتنې او په دغه هیواد کې په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون لپاره یو ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن او د اروپايي ټولنې د جنسیت او تنوع د چارو سفیره، ستیلا رونر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په پرتو ګواښونو د غور لپاره د جون د میاشتې له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې په د هاګ په ښار کې د ۶۰ افغان میرمنو کوربانه و.
ددې غونډې په پای کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا غونډه د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان په اړه په نړیوالو سیاستونو کې د افغان میرمنو د ګډون او د هغوی د نظریو د معلومولو اولپاره جوړه شوې وه.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډون کوونکو په افغانستان کې په پرله پسې ډول د وضعیت د خرابیدو او په راتلوونکي کې د کوم بدلون د کومې نښې په نه ترسترګو کیدو باندې ژوره اندیښنه وښودله
په دې غونډه کې ګډونکوونکو افغان میرمنو ویلی، چې افغانستان کې د لوږې سربیره، مدني فعالیتونو ته د فضا محدودیدل، د بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې او سیستماتیکې پایلې یې، د حاکمیت په برخه کې جدي کمبود، د نابرابرۍ د پیاوړي کیدو او ټولنیزو لومړینو خدماتو ته د لاس رسي کمزوري کیدلو سبب کیږي. په داسې حال کې، چې د نجونو او ښځو د زده کړو بهیر همغسې د ځنډ په حالت کې پاتې دی.
همداشان افغان میرمنو په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملي ډیالوګ د بهیر پر اهمیت باندې او په دغه بهیر کې په مساوي ډول په ځانګړې ډول د ښځو په ګډون باندې ټینګار وکړ.
ددغې غونډې په پای کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په یو ټویټ کې ویلي: " ملي ډیالوګ او خلاقانه حل لارو ته اړتیا ده ، ترڅو د ښځو د ګډون او هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره مناسبه فضا برابره شي".
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې ګډون کوونکو افغان میرمنو د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې داسې زمینې دې برابره شي، ترڅو په ترڅ کې د افغانستان راتلوونکي په اړه په داسې سیاسي بدیلونو باندې، چې د خلکو اساسي حقونه، دیموکراتیک ارزښتونه، ټولنیز عدالت، برابري او د بیان ازادۍ باندې په کې خبرې وشي.
همداشان دغو افغان میرمنو ویلي، چې د افغانستان په اړه په نړیوال سیاست او پریکړې نیونې برخه کې د افغان میرمنو د مرکزي ونډې تضمین ډیر مهم دی. همداشان هغوی د اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په افغانستان او سیمه کې د مدني ټولنې څخه ملاتړ وکړي.
طالبانو حکومت په تیرو نږدې دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په برخو کې د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ د ښځو او نجونو په ټولنیز او سیاسي ژوند کې په ګډون هم محدودیتونه لګولي دي.
همداشان طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په ټولو دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په تعلیم تر امرثاني پورې بندیز ولګوه، چې ددې پریکړه سره سم ددغه حکومت د اقتصاد وزات هم په ټولو غیرحکومتي موسسو کې د افغان میرمنو او نجونو په کار بندیز اعلان کړ.
د طالبانو حکومت له وړاندې د شپږم ټولګي څخه په پورټه ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د نږدې دوو کلنو راهیسې بندیز لګولی دی.
د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه نه ښوونځي او نه پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ بیرته پرانیستي دي، بلکې د روان کال د اپریل په میاشت کې یې د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار هم بندیز لګولی دی.