د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه اسرائیل ته: په رفح کې عملیات سمدستي بند کړئ


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غويي۲۶) له اسرائيل څخه وغوښتل چې په رفح کې پوځي عملیات سمدستي ودروي. وايي دا عملیات د بشري مرستو چارې ګډوډوي، خلک بې ځایه کوي او د بشري کړاو او لوږې لامل کېږي.

د نوموړي په اعلامیې کې ویل شوي دي چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري،‌ خو باید نړیوال قانون مراعت او ولسي خلک خوندي کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «اروپايي ټولنه په اسرائيل غږ کوي چې په غزې کې د ترینګلي بشري وضعیت د لا ترېنګولو څخه ډده وکړي او د رفح بندر بیا پرانیزي.» جوسیپ ویلي دي که اسرائيل «په رفح کې خپل پوځي عملیات روان ساتي، د اسرائیل او اروپايي ټولنې په اړیکو باندې به بچ کېدونکی لوی فشار» راشي.

بوریل همدغه راز د حماس په ډلې باندې هم غږ وکړ چې یرغمل شوي له قید او شرط پرته پرېږدي.

اسرائيل لا د بوریل د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې پوځ وویل چې د حماس به ۸۰ هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي‌ ‌او د رفح په ختیځې برخې کې هم ورسره جګړه کړې، همدغه اراز د غزې په شمال کې هم.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش تېره وویل چې په د اسرائیل د دفاع وزارت له لوري په رفح کې او د رفح په شاوخوا کې د پوځي عملیاتو په اړه خواشینی شوی دی.

په تېرې یوې اوونۍ کې څه باندې ۴۵۰۰۰۰ فلسطینیان اړ اېستل شوي چې خپلې سیمې پرېږدي.

د ګوتېرش د ویاند مرستیال فرهان مجید وویل چې په دې کار سره هلته خراب بشري وضعیت نور هم پسې خراب شوی او بشري مرستو ته لاسرسی سخت شوی دی. نوموړي همدغه راز وویل چې حماس هم بې بندوباره راکټي بریدونه کوي. فرهان مجید خبریالانو ته وویل: «ولسي خلک باید هر وخت په رفح او د غزې په نورو سیمو کې خوندي وي او درناوی یې وشي.»

تېره اوونۍ د اسرائیل پوځ په غزې کې پوځي عملیات شدید کړي او له خلکو یې غوښتي چې سیمه پرېږدي. اسرائيل وايي یو لړ محدود عملیات کوي چې له مصر سره په سرحد کې د حماس تاسیسات ویجاړ کړي.

د غزې له نیمایي نفوس څخه زیات په رفح کې ځای په ځای شوي. دوی په غزې باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته رفح ته وتښتېدل.

متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو او نورو په اسرائیل باندې غږی کړی دی چې په رفح باندې لوی پوځي عملیات ونه کړي او دغلته یې د بشري بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی. خو د اسرائیل مشران وايي چې په غزې کې د حماس د ګواښ د ختمولو لپاره عملیات مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په رفح کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په یو موټر برید شوی او یو کارکوونکی یې وژل شوی او بل یې ژوبل شوی دی.

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې دحماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. اسرائيل وایي په دغو بریدونو کې یې تقریبآ ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او حماس ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول. اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې په غزې کې د روغتیا د مسئولینو په وینا تر دې دمه تقریبآ ۳۵۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي.

د دغه راپور ځینې معلوماتو د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG